- 0 څرګندونه
- چاپ
خلیلزاد د افغان سولې په اړه خبرو لپاره کابل ته رسېدلی

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغان سولې په اړه د یو نا اعلان شوي سفر په ترڅ کې کابل ته رسېدلی دی.
نوموړي او پلاوي نن دوشنبه مارچ لومړۍ( کب ۱۱) په سپېدار ماڼۍ کې د ملي مصالحې شورا له مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره کتلي دي.
عبدالله عبدالله تر یادې کتنې وروسته پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې دواړو لورو د سولې بهیر، د دوحې مذاکراتو، د امریکا او طالبانو د دوحې تړون ته د امریکا د بیا کتنې، راتلوونکو پړاونو او ځينو نورو اړوند مسائلو په اړه خبرې کړي دي.
هغه زیاته کړې ده:"دواړه خواوو د سولې په خبرو اترو، د امریکا متحده ایالاتو د نوي حکومت له لورې د سولې خبرو اترو او هوکړې په بیاکتنې، د سولې خبرو اترو په چټکېدو، په دوحه کې د سولې خبرو اترو پر دویم پړاو، د تاوتریخوالي پر کمېدو، د سولې خبرو اترو کې د پرمختګ پر لارو چارو او د یوې تلپاتې سولې په ټنګښت بحث او د نظرونو تبادله وشوه."
په دغه کتنه کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر هم ګډون کړی و.
پر همدې مهال ارګ وايي چې د افغان سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر دا مهاله ولسمشر غني سره نه دي کتلي.
د ولسمشر غني د ویاند مرستیال دواخان مینه پال امریکا غږ ته وویل چې احتمال لري زلمی خلیلزاد نن له ولسمشر غني سره وګوري.
وروسته تر هغه چې د امریکا د نوي حکومت لخوا د زلمي خلیلزاد ماموریت تمدید شو، دا کابل ته د افغان سولې په اړه د نوموړي لومړنی سفر دی.
زلمی خلیلزاد پر داسې مهال کابل ته سفر کوي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو مذاکراتي ټېمونو تر اوږده ځنډ وروسته تیره اونۍ یو ځل بیا په قطر کې د خپلمنځي ناستو د پییلېدو خبر ورکړ.