پوسټ کوډ 220578
نیټه خپرول: يکشنبه 10 کب 139914:17

د دوحې سولې لومړۍ کلیزه؛ حکومت یې سولې ټینګښت لپاره بې ګټې خو طالبان یې ګټور بولي

د افغانستان ملي امنیت شورا وایي، افغانانو چې د دوحې سولې له تړونه کومې هیلې لرلې نه یې دي ترلاسه کړي.

د دې شورا ویاند رحمت الله اندړ نن (یکشنبه، ۱۰ د کب) پر خپل ټوېټر لیکلي، دغه تړون تر اوسه یوازې له امریکا سره اوربند باوري کړی او له افغانانو سره د طالبانو اړیکه لا هم یوازې تر وژنې، ترور او وحشت ورټوله ده.

ښاغلي اندړ په دوام کې لیکلي، چې د سولې په تمه وخت ضایع شوی، درنه مرګ ژوبله اوښتې او په ټوله کې افغانستان تباه شوی. د ده په وینا، د سولې خپلمنځي خبرې د طالبانو له لاسه ټکنۍ دي.

نوموړي لیکلي: «لا هم په دې تړون کې د افغانانو لپاره د هيله‌مندي څه نه شته، بلکې د مذاکراتو بین الافغاني پروسه د طالبانو له لاسه ټکنۍ ده. که د دوحې تړون ته له افغاني لیدلوري وکتل شي، د سولې په تمه وخت ضایع شوی، افغانانو ته درانه ځاني او مالي تلفات اوښتي او په ټوله کې افغانستان تخریب شوی دی.»

خو طالبانو بیا په یوې اعلامیه کې چې دوحه کې دوی د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم له خوا پر ټوېټر خپره شوې؛ دغه تړون یو تاریخي او ګټور تړون یادی کړی او ویلي یې دي چې د سولې بین الافغاني خبرو کې شپږ میاشتنی ځنډ د دوی له خوا نه و. دوی دغه راز ټینګار کړی چې د دې خبرو چټکتیا لپاره باید عملي ګامونه واخیستل شي.

طالبانو په دې اعلامیه کې ټینګار کړی چې دوی د دې تړون عملي کولو ته ژمن دي او له امریکا یې هم ورته غوښته کړې. د دوی په وینا د دې تړون عملي کول د افغان شخړې پای ته رسولو او د سولې ټینګښت یوازینۍ ګټوره لاره ده. د دوی په وینا، له دې تړون پرته که له هرې بلې لارې د ګټنې هڅه وشي، پایلې به یې سر له اوسه ناکامي وي.

طالبانو په دې اعلامیه کې د ځینو هغو مواردو چې نه دي عملي شوي، پر عملي کېدو یې ټینګار کړی: «د متباقي بندیانو خلاصون او د تورو لیستونو ختمول د توافقنامې له مادو څخه دي، چې تر اوسه نه دي عملې شوې. د بین الافغاني مذاکراتو د روانې پروسي د چتکتیا لپاره باید عملي ګامونه واخیستل شي. د توافقنامې د عملي کیدو په وسیله باید د وضعیت د ښه والي لپاره کار وشي، او په ناسم لوري د وضعیت له بیولو څخه ډډه وشي.»

دغه تړون چې تېر ۱۳۹۸ کال د کب په ۱۰مه د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شو، له مخې یې دواړو لورو ځینې ژمنې کړې وې.

اعلامیه وایي: «د یادې توافقنامې له مخې د امریکا متحده ایالاتو ژمنه کړې چې له ټاکلې نېټې را په دیخوا په ۱۴ میاشتو کې به دوی، د دوی متحدین او ائتلافیان خپل ټول نظامي ځواکونه، د هغوی ټول غیر دیپلوماتیک ملکي پرسونل، شخصي امنیتي قراردادیان، روزونکي، مشاورین او خدماتي پرسونل وباسي. بالمقابل اسلامي امارت ژمنه کړې چې هېچا ته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان له خاورې څخه د امریکا د متحده ایالاتو او د هغوی د متحدینو او ائتلافیانو امنیت ته ګواښ پېښ کړي.»

طالبانو د افغانستان ملي امنیت شورا خلاف ویلي، چې دوی د دې تړون پر بنسټ عملیاتو کې پام وړ کموالی راوستی.

اعلامیه کاږي: «د دوحې د توافقنامې په اساس د افغانستان اسلامي امارت په خپلو عملیاتو کې د پام وړ کموالی راوستی دی. په لویو استخباراتي او نظامي مراکزو عملیات نه دي شوي، لوی استشهادي عملیات نه دي شوي، د ولایاتو د سقوط پلان نه دی نیول شوی، ولسوالیو ته سقوط نه دی ورکړل شوی، چې دا ټولو ته واضح او څرګند دي.»

طالبانو په ورته مهال نیوکه کړې چې خپل مسوولیت یې په سم ډول نه دی ترسره کړی او خپلو بریدونو کې یې ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې.

دوی لیکلي:«البته په دې اړه مقابل لوري خپل مسئولیت پوره نه دی ادا کړی، اوس هم بمبار، ډرون حملې، چاپې او تهاجمي عملیات چې د توافقنامې په اساس منع دی د مقابل لوري له خوا تر سره کېږي، او زیاتره ملکي خلکو ته پکې زیان اوړي، او له دې سره د جګړې کچه لوړېږي.»

که څه هم افغان حکومت په کابل او ځینو نورو ښارونو کې وروستي بریدونو کې طالبان ښکېل بولي، خو طالبانو په دې اعلامیه کې یو ځل بیا خپل لاس لرل رد او ټینګار یې کړی چې «ځینو کړیو» د ملکي خلکو موخې ګرځولو سره چې د دوی په وینا ګټه یې پردیو پورې تړلې، غواړي حالت کړکېچن وښیي او د جګړې دوام لپاره پلمې جوړوي.
بل دا چې په دې وروستیو کې ځینو کړیو داسې پېښو، په ځانګړي ډول د ملکي خلکو هدف ګرځولو ته مخه کړې ده چې ګټې یې له پردیو سره تړلې دي، دوی غواړي په دې توګه وضعیت کړکچین وښيي، او د هېواد د اشغال او جګړې د دوام لپاره بهانې جوړې کړي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement