پوسټ کوډ 220563
نیټه خپرول: يکشنبه 10 کب 139911:06

هند کې د چرګانو جنګولو سیالۍ پرمهال یوه چرګ خپل څښتن وواژه

د هند په سوېل کې د چرګانو جنګولو د یوې ناقانونه سیالۍ پرمهال یوه چرګ خپل څښتن وواژه.

سړی پر پښه هغه مهال په چړې ټپي شو، چې د چرګ پر پښه تړلې وه، چرګ غوښتل له خپل څښتن وتښتي.

د سړي له ټپي کېدا وروسته هغه روغتون ته د لېږدول کېدو پرمهال پر لاره ومړ؛ ځکه چې ډېره وینه یې ضایع کړې وه.

پولیسو اوس د هغو ۱۶ کسانو په لټه کې دي، چې په دې پې‍ښه کې یې ګډون کړی و.

پېښه د تېرې اونۍ وروستیو کې د هند تیلانګانا ایالت په لوتونور کلي کې شوې ده.

چرګ نیول شوی او کروندې ته له ستنولو مخکې د پولیسو په پوسته کې دی.

پولیس وايي، چرګ جګړې ته نژدې شوی و، خو سم لاسي یې د تېښتې هڅه وکړه، د تې‍ښتې پرمهال یې څښتن غوښتل هغه ونیسي، خو دی پر هغې ۷ سانتي متره چړې ووهل شو چې د چرګ پر پښه پورې تړلې وه.

د فرانسې خبري اژانس ویليو په پېښه کې ښکېل کسان د ناقصدي وژنې او د ناقانونه چرګ جنګولو له تورونو سره مخامخ دي.

د سیمې د پولیسو یوه افسر جې جیون ویلي، چرګ به وروسته محکمې ته د یوه ثبوت په توګه وړاندې شي.

په هند کې په ۱۹۶۰ کال د چرګانو پر جنګولو بندیز ولګېد، خو لاهم ددغه هېواد په کلیوالو سیمو کې په نسبي ډول دا کار کېږي، په تېره د هند سنکرانتي مېلې پرمهال دا ساتېری ډېر وي.

دا لومړی ځل نه دی چې په هند کې یو چرګ خپل څښتن وژني، تېر کال هم په اندر ‌پردېش ایالت کې وروسته تر هغه یو سړی ومړ، چې د چرګ پر پښه پورې په تړلې چړې پر غاړه ولګېد.

د سي اېن اېن د رپوټ له مخې،‌ سړي خپل چرګ د چرګانو سیالۍ ته کشاوه چې دا پېښه رامنځ ته شوه.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement