پوسټ کوډ 220351
نیټه خپرول: سه شنبه 5 کب 139914:55

د بین الافغاني خبرو تر پيلېدو وروسته ملکي مرګ ژوبله زیاته شوې ـ یوناما

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ یا یوناما وايي، د بین الافغاني خبرو له پيلېدو وروسته د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې زیاتوالی راغلی دی.

یوناما نن سې شنبه فبروري ۲۳( کب پنځمه) پخپل راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۰ کال په وروستۍ ربع کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ زیاتوي چې په ۲۰۲۰ کال کې د تاوتریخوالي په پېښو کې ۸۸۲۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له ډلې ۳۰۳۵ تنه وژل شوي او ۵۷۸۵ تنه نور ټپیان شوی دي.

راپور وايي، که څه هم نسبت ۲۰۱۹ کال ته په ۲۰۲۰ کې د ملکي تلفاتو کچه ۱۵ سلنه ټيټه شوې، خو وايي چې د یاد کال په وروستۍ ربع کې د تاوتریخوالي زیاتېدو ملکي مرګ ژوبله زیاته کړې ده.

د ۲۰۲۰ کال په وروستي ربع یعني تیره سپټمبر میاشت کې بین الافغاني مذاکرات پيل شول.

خو یوناما وايي، په دغه موده کې د هدفي بریدونو او ځای پر ځای شوو ماین چاودنو له امله د ملکي تلفاتو په کچه کې ۴۵ په سلو کې زیاتوالی راغلی دی:"د افغانستان د سولې خبرې اترې، چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د طالبانو د استازو ترمنځ د سپټمبر په ۱۲ مه په دوحه کې پیل شوې او د تاوتریخوالي د کچې ښه شاخص دی، ونه توانیدې چې ملکي وګړو ته د زیان اوښتو کچه راټیټه کړي."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ ویلي چې د ۲۰۲۰ کال په وروستیو کې خبریالان، مدني فعالان، بشري فعالان او د امنیتي سرتیرو د کورنۍ غړي په هدفي بریدونو کې په نښه شوي دي.

یاد بنسټ روانه میاشت هم پخپل یو راپور کې وویل چې د سولې بین الافغاني خبرو له پیلېدو څخه بیا تر دا مهاله شپږ خبریالان او پنځه بشري فعالان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

یوناما د یادو تلفاتو د ۴۶ سلنې مسؤلیت پر وسله والو طالبانو، ۸ سلنې مسؤلیت پر داعش ډلې او ۲۲ سلنې مسؤلیت پر افغان سرتیرو ور اچولی دی.

د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ ویلي چې په ۲۰۲۰ کال کې ۱۸۸۵ ملکي وګړي د طالبانو بریدونو کې وژل شوي او ۳۵۷۴ تنه نور ټپيان شوي دي، همدارنګه ۸۴۱ تنه د حکومت پلوه ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي ۱۳۹۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې ملکي مرګ ژوبلې ته په کتو افغانستان لا هم د ملکي وګړو لپاره د مرګونو هیوادونو په قطار کې دی.

یوناما د ملکي وګړو خوندیتوب ته په اشارې د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ کړی چې د ملکي وګړو ژوند ته پاملرنه وکړي.

افغان حکومت تر دا مهاله د یاد راپور په اړه څه نه دي ویلي، خو وسله والو طالبانو دغه راپور رد کړی دی.

افغان حکومت، د امریکا متحده ایالاتو، ناټو او نورو کورنیو او نړیوالو بنسټونو هم په دغه هیواد کې د تاوتریخوالي پر کمېدو ټينګار کړی.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement