پوسټ کوډ 220339
نیټه خپرول: سه شنبه 5 کب 139912:15

لوګر کې ۹ امنيتي سرتيري وژل شوي

په لوګر ولايت کې تېره شپه د وسله والو طالبانو په بريد کې ۹ امنيتي سرتيري وژل وي او يو بل ټپي دی.

يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودو په شرط اطلاعات روز ته وويل چې پېښه د لوګر د مرکز پُل علم اړوند حصارک نومې سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه وايي چې ګڼو وسله والو طالبانو د سيمه ييزو پاڅونوالو پر يوه امنيتي پوسته بريد کړی او د سختې جګړې او مرستې نه ور رسېدو له امله پوسته سقوط شوې ده.

د هغه په خبره يې په پېښه کې يو پاڅوال ټپي شوی هم دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې وسله والو طالبانو له دې امنيتي پوستې څخه وسلې او مهمات هم له ځان سره وړي دي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د لوګر د امنيه قومنداني يا ولايت مقام نظر هم ولرو، خو بريالي نشو.

وسله والو طالبانو د بريد مسوليت منلی او ويلي يې دي چې د حصارک سيمې د پوستې ټول سرتيري يې وژلي او د هغوی وسلې او مهمات يې له ځان سره وړي دي.

د سولې د خبرو سره هممهاله د خلکو له غوښتنو سربېره وسله والو طالبانو نه يوازې اوربند ندی کړی، بلکې جګړې او بريدونه يې زیات کړي هم دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement