- 0 څرګندونه
- چاپ
ولسي جرګې د ۱۴۰۰ کال بودجې دریمه طرحه تائید کړه

د افغانستان ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجې دریمه طرحه د رایو په اکثریت سره تصویب کړه.
یاده طرحه په تیرو شاوخوا دوو میاشتو کې دوه ځله د ولسي جرګې لخوا رد شوې وه.
خو ولسي جرګې نن دوشنبه فبروري ۲۲ ( کب څلورمه) د یادې جرګې د بودجوي کمېسیون د راپور تر اورېدو وروسته د بودجې دریمه طرحه د رایو په اکثریت سره تائید کړه.
د افغانستان د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني د بودجې په اړه د ځانګړي کمېسیون د راپور تر اورېدو وروسته وویل:"د ځانګړي کمېسیون د راپور متن ته په توجه، هغه وکیلان صاحبان چې بودجه په ټوله کې تائیدوي زرغون او مخالف دي سور کارټ پورته کړي... د درې سرو کارټونو په استثنا تصویب شوله."
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ولسي جرګې لخوا د ۱۴۰۰ کال بودجې د دریمې مسودې د تائید په خاطر له ولسي جرګې څخه مننه کړې.
ارګ وايي ولسمشر غني د ولسي جرګې غړو د دې تصمیم چې بودجه یې د هیواد ملي ګټو ته په کتو تصویب کړه ستاینه کړې او په وینا یې هغه یې پر وخت د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د پلانونو او برنامو په ځانګړي ډول په ټول هیواد کې د انکشافي پروژو د تطبیق لپاره، مهمه وبللې ده.
د ۱۴۰۰مالي کال بودجې لپاره ۴۷۳میلیارد او ۴۱ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي.
د یادې بودجې طرحه پر داسې مهال د ولسي جرګې لخوا تائید شوه چې د نوي ۱۴۰۰ مالي کال شااوخوا درې میاشتې تیرې شوي دي.
د ښوونکو او ټيټ رتبه دولتي مامورینو د معاشاتو د لوړلو ترڅنګ ځینې نورې غوښتنې هغه څه و چې له امله یې د بودجې طرحه دوه ځله رد شوې وه. خو د افغانستان د مالیې وزارت تیره اونۍ وویل چې په ۱۴۰۰ کال کې به د ښوونکو معاشات ۲۰۰۰ افغانۍ زیات شي.یاده طرحه په تیرو شاوخوا دوو میاشتو کې دوه ځله د ولسي جرګې لخوا رد شوې وه.
خو ولسي جرګې نن دوشنبه فبروري ۲۲ ( کب څلورمه) د یادې جرګې د بودجوي کمېسیون د راپور تر اورېدو وروسته د بودجې دریمه طرحه د رایو په اکثریت سره تائید کړه.
د افغانستان د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني د بودجې په اړه د ځانګړي کمېسیون د راپور تر اورېدو وروسته وویل:"د ځانګړي کمېسیون د راپور متن ته په توجه، هغه وکیلان صاحبان چې بودجه په ټوله کې تائیدوي زرغون او مخالف دي سور کارټ پورته کړي... د درې سرو کارټونو په استثنا تصویب شوله."
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ولسي جرګې لخوا د ۱۴۰۰ کال بودجې د دریمې مسودې د تائید په خاطر له ولسي جرګې څخه مننه کړې.
ارګ وايي ولسمشر غني د ولسي جرګې غړو د دې تصمیم چې بودجه یې د هیواد ملي ګټو ته په کتو تصویب کړه ستاینه کړې او په وینا یې هغه یې پر وخت د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د پلانونو او برنامو په ځانګړي ډول په ټول هیواد کې د انکشافي پروژو د تطبیق لپاره، مهمه وبللې ده.
د ۱۴۰۰مالي کال بودجې لپاره ۴۷۳میلیارد او ۴۱ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي.
د یادې بودجې طرحه پر داسې مهال د ولسي جرګې لخوا تائید شوه چې د نوي ۱۴۰۰ مالي کال شااوخوا درې میاشتې تیرې شوي دي.
د ښوونکو او ټيټ رتبه دولتي مامورینو د معاشاتو د لوړلو ترڅنګ ځینې نورې غوښتنې هغه څه و چې له امله یې د بودجې طرحه دوه ځله رد شوې وه. خو د افغانستان د مالیې وزارت تیره اونۍ وویل چې په ۱۴۰۰ کال کې به د ښوونکو معاشات ۲۰۰۰ افغانۍ زیات شي.