پوسټ کوډ ۲۲۰۱۵۷
نیټه خپرول: شنبه ۲ کب ۱۳۹۹ ۱۱:۰۰

کابل کې دوو بېلو چاودنو کې دوه تنه ووژل شول او دوه نور ټپيان شوي

د کابل ولایت امنیه قوماندانۍ وایي، کابل ښار کې دوو بېلو چاودنو دوه تنه وژلي او دوه نور یې ټپي کړي دي.

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ویلي، لومړۍ چاودنه نن (شنبه، ۲ د کب) سهار شاوخوا اته بجې د کابل ښار شپږمې ناحیې اړوند دارالامان پر سړک پر یو کرولا ډوله موټر شوې.

د هغه په وینا په دې چاودنه کې دوه تنه ټپيان او روغتون ته وړل شوي دي.

د فردوس فرامرز په وینا، دویمه چاودنه د ښار څلورمې ناحیې اړوند پروان کارته سیمه کې یو کرولا ډوله موټر د ماین ښکار شوی چې دوه تنه په کې وژل شوي دي.

د کابل امنیه قوماندانۍ وایي، دواړه چاودنې تر څېړنې لاندې دي.

کابل په دې وروستیو کې د دا ډول چاودنو شاهد دی چې خلکو قرباني اخلي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement