پوسټ کوډ ۲۲۰۰۸۳
نیټه خپرول: پنج شنبه ۳۰ سلواغه ۱۳۹۹ ۱۰:۴۴

د پکتيا اسېدونکي: ګردېز ښاروالي کې شوی پراخ فساد دې وڅېړل شي

د پکتيا ولايت اوسېدونکي وايي چې په ګردېز ښاروالي کې پراخ فسادونه شوي، چې بايد د يو لوړ او باصلاحيته هيئت لخوا وڅېړل شي.

دوی په دې اړه د خبري کنفرانس پر مهال وويل چې د دې ادارې په داخلي چارو او قرادادونو کې پراخ فساد شوی او همدارنګه ګردېز ښار او تېرې ښارګوټي کې غيرقانوني رغنيزې چارې تر سره شوې دي.

د هېواد د ځوانانو عالي شورا غړی جمعه ګل افغان وايي چې د اوسني ښاروال دندې پر مهال د تېرې ښارګوټي ځينې شنې او د استوګنې سيمې سوداګريزې شوې او تجاراتي ځايونه پکې جوړ شوي دي.

افغان وويل چې د ښار جوړولو او ځمکو رياست له مخالفت سربېره په ګردېز ښار کې ځينې غير قانوني مارکېټونه جوړ شوي او د سړکونو په بوديجه کې فساد شوی دی.

نوموړي زياته کړه: «د بلندمنزلو د دويم سړک جوړېدو ته وګورئ چې څومره پراخ فساد پکې شوی دی. يوازې ۴.۶ کيلومتره سړک په ۹۸ ميلیونه افغانۍ جوړ شو، چې په داسې حال کې چې نورو شرکتونو د دې په نيمايي قيمت او بشپړو معيارونو جوړاوه. دا فسادونه بايد جدي وڅېړل شي.»

د لويې پکتيا فرهنګي ټولنې مشر سيدجمال الدين اصف خېل وايي چې د ګردېز ښاروالي لخوا ډېری شوي قراردادونه شفاف ندي او ځينې يې له اعلان پرته د جوړجاړي له لارې يوه شرکت ته ورکړل شوي دي.

اصف خېل وويل چې د ګردېز ښاروالي د ناغيړي او ناوړه مديريت له امله نه يوازې په ښار کې کوم پام وړ کار ندی تر سره شوی، بلکې ياده اداره شاوخوا ۵۰۰ ميليونه افغانۍ پوروړې شوې هم ده، چې د ډېرې اندېښنې خبره ده.

نوموړي زياته کړه چې د ګردېز ښاروالي فسادونه خورا زيات او څرګند دي او لوړ پوړې مسولې ادارې دې له عاملينو سره جدي قانوني چلند وکړي.

جمال الدين اصف خېل وايي: «تېر کال چې حمدالله محب ګردېز ته راغی، وېل يې ما فکر وکړ چې سپين بولدک ولسوالي ته راغلی يم. له دې زياته د شرم خبره شته؟ چې د زون او ولايت مرکز دې په دومره وروسته پاتې او بد حالت کې وي؛ دا د شاروالي د ناغيړۍ وروستی حد دی.

مدني فعال حبيب علي خېل مسولې مرکزي ادارې پړې بولي، چې په خبره يې ګردېز ښار او ښاروالي ته يې لازم پام ندی کړی او يادې ادارې ته راغلي هيئتونه هم د جوړجاړي له مخې پټه خوله تللي دي.

علي خېل د سوېل ختيځ زون او د يوه لوی او مهم ولايت د مرکز په توګه د ګردېز ښار اوسنی حالت د نه منلو وړ بولي او نيوکه کوي چې لوړ پوړو چارواکو له ګڼو ژمنو سربېره تر اوسه آن د دې ښار ماسټر پلان هم نه دی جوړ کړی.

نوموړي زياته کړه: «کله چې ښاروال دنده پيل کړه، ويل چې دلته زيات فرصتونه شته او په ګردېز کې د کار کولو، پانګه والو راجذبولو او خدمتونو وړاندې کولو له لارې به د ګردېز ښار بڼه بدله کړم، خو تاسو وګورئ چې په تېرو ۴ کلونو کې هېڅ هم ندي شوي او دا کلونه يوازې په فساد او ناغيړي کې ضايع شول.»

قومي مشرانو او ځوانانو وويل که د ګردېز ښاروالي د فسادونو څېړنې لپاره باصلاحيته پلاوی رانشي، خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي او پراخ به يې کړي.

دوی ګوت څنډنه وکړه چې د ګردېز ښار د پرمختيا، پراختيا او ورته د پاملرنې په برخه کې هېڅ ډول ناغيړي نه مني او بايد د ماسټر پلان، حلقوي او ښار سړکونو رغېدو او ورته چارو کې ورته جدي کار وشي.

خو ښاروال عصمت الله خالد، چې له شاوخوا څلور نيم کلونو راهيسې د ګردېز د ښاروال په توګه دنده تر سره کوي، وايي چې د دندې په موده کې يې په ښار کې ځينې چارې تر سره کړي او ځينې يې د ټولنيزو ستونزو له امله له ځنډ سره مخ دي.

خالد اطلاعات روز ته وويل چې په ښاروالي کې په کېدونکو فسادونو کې يې د کارکوونکو سربېره خلک هم پړه دي، چې په خبره يې فساد ته لاره برابروي.

نوموړی يوه شرکت ته د زياتو قراردادونو ورکولو موضوع هم نه مني او که څه په قراردادونو کې فساد نه ردوي، خو وايي چې ياده پروسه اوس تر ډېره رڼه شوې ده.

خالد په ګردېز ښار او تېرې ښارګوټي کې د ځينو خپلسرو او غير قانوني کارونو کېدل مني او وايي چې د مخنيوي لپاره يې ځينې هڅې هم کړې دي.

خالد په ګردېز ښار او تېرې ښارګوټي کې د ځينو خپلسرو او غير قانوني کارونو کېدل مني، خو وايي چې په دې اړه يې څو ځله له امنيه قومنداني همکاري غوښتې ده.

د ګردېز ښاروال په صالوخېلو سيمه کې جوړېدونکی ښارګوټی هم خصوصي وباله او ويې ويل چې د ښارګوټي مسولينو يې چارې په قانوني ډول تر سره کړې دي.

د يادونې ده چې د روان کال په لړم مياشت کې د افغانستان د روڼتيا څار بنسټ د سروې له مخې ګردېز ښاروالي د هېواد د خدمتونو نه وړاندې کولو، ښاري بې نظمي او چارو نه شفافيت له امله تر ټولو ناوړه ښاروالي بللې وه.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement