پوسټ کوډ ۲۱۹۹۶۹
نیټه خپرول: سه شنبه ۲۸ سلواغه ۱۳۹۹ ۱۲:۴۴

'مالیې وزارت د ښوونکو د معاشاتو زیاتوالي لپاره د لوړپوړو چارواکو معاشات کموي'

د افغانستان د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده وایي، په ۱۴۰۰ مالي کال کې به د ښوونکو او ټیټ رتبه دولتي مامورینو په معاشونو کې د پام وړ اندازه زیاتوالی راشي.

نوموړي نن سې شنبه فبروري ۱۶ ( سلواغې ۲۸) پر خپل ټویټر لیکلي چې د یادو معاشاتو د زیاتوالي لپاره د داخلي سلاکارانو شمېر او معاشونه ارزول کیږي چې په خبره یې شمېر به یې هم کم شي.

د افغانستان د مالیې وزارت سرپرست همدارنګه زیاته کړې چې د ښوونکو او ټیټ رتبه دولتي مامورینو د معاشاتو زیاتوالې لپاره به د ولسمشر، د هغه مرستیالانو او کابینې د نورو غړو معاشات او مصارف هم راکم شي.

نوموړي زیاته کړې:"همداراز په پام کې ده د جمهور رئیس، د جمهور رئیس د مرستیالانو او د کابینې د غړو تنخواوې (او نور لوی مصارف) راکم شي څو د معلمینو او مامورین په معاشونو کې لازمه اندازه زیاتوالی راشي."

خو هغه د یادو لوړپوړو چارواکو د معاشاتو او مصارفو د اندازې په اړه معلومات نه دي وکړي.

د افغانستان مالیې وزارت وروسته تر هغه یاد خبر ورکوي چې د افغانستان ولسي جرګې یو شمېر غړو د ۱۴۰۰ مالي کال په بودجه کې د ښوونکو او ټیټ رتبه دولتي مامورینو د معاشاتو د لوړېدو غوښتنه وکړه.

ولسي جرګې تر دا مهاله د ۱۴۰۰ مال کال بودجې طرحه هم د دې او ځینو نورو لاملونو له امله دوه ځله رد کړې ده.

تر هغه وروسته مالیې وزارت تیره میاشت وویل چې د ولسمشر غني د هدایت په اساس یوه ګډه تخنیکي کمېټه ته د دولتي مامورینو د معاشونو لوړولو په اړه څېړنه کوي.

مالیې وزارت د روانې فبروري میاشتې په لومړیو کې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجې طرحه دریم ځل د تائید لپاره ولسي جرګې ته ولېږله.

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال هغه مهال وویل چې تمه ده ولسي جرګه د نوي مالي کال د بودجې دریمه مسوده تصویب کړي.

هغه په دې اړه پر خپل ټویټر لیکلي و: "د کابینې مجلس د۱۴۰۰ مالي کال دملي بودجې دریمه مسوده له تغییراتو او وړاندیزونو سره پاس کړه، له ملي شورا مو هېله داد چې دریمه مسوده بودجې تصویب کړي."

ویل کیږي چې ولسي جرګه د بودجې پر طرحې بحثونه کوي، خو تر دا مهاله یې نه رد او نه هم تائید کړې ده.

بلخوا ویل کیږي چې د ۱۴۰۰ کال بودجې د طرحې نه تصویبدو له امله د زرګونو دولتي مامورینو او چارواکو معاشات هم ځنډیدلي دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement