پوسټ کوډ ۲۱۹۹۱۵
نیټه خپرول: دوشنبه ۲۷ سلواغه ۱۳۹۹ ۱۵:۱۱

د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه؛ کابل یې د ملاتړ د دوام غوښتنه کوي

د ناټو د غړو هیوادونو دفاع وزیرانو د غونډې جوړېدو په درشل کې د افغانستان جمهوري ریاست له دغه تړون څخه غواړي چې د افغانستان سرتیرو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د ولسمشر غني د ویاند مرستیالې فاطمه مورچل نن دوشنبه فبروري ۱۵ سلواغې ۲۷) رسنیو ته په لېږلې پیغام کې ویلي چې ناټو له افغانستان سره اوږد مهاله مشارکت لري او افغان امنیتي او دفاعي سرتیري خپل شریکان ګڼي.

نوموړې زیاته کړې: "د ناټو د دفاع وزیرانو له غونډې څخه د افغانستان د اسلامي جمهوریت تمه داده چې د افغان امنیتي او دفاعي سرتیرو د زده کړې، مشورې ورکولو او مرستې په برخه کې خپلو ژمنو ته دوام ورکړي."

ټاکل شوې د ناټو د غړو هیوادونو د دفاع وزیران په افغانستان کې د خپل ماموریت غځېدو او یا پای ته رسېدو په اړه د روانې فبروري میاشتې پر ۱۷مه او ۱۸په یوه غونډه کې پرېکړه وکړي.

تر دې مخکې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ له طالبانو څخه غوښتي و چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او د تاوتریخوالي په کمولو سره له ترهګرو ډلو سره اړیکې قطعه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په امریکا کې د جو بایډن په مشرۍ نوي حکومت ویلي چې له طالبانو سره د سولې هوکړه له سره ارزوي.

تیره اونۍ د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مشر هم ویلي و چې له افغانستان څخه د بهرنیو سرتیرو وتل باید شرایطو ته په کتو تر سره شي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement