پوسټ کوډ ۲۱۹۹۰۱
نیټه خپرول: دوشنبه ۲۷ سلواغه ۱۳۹۹ ۱۲:۳۶

د کندز په امام صاحب کې د طالبانو او محلي پولیسو ترمنځ جګړه شوې

تېره شپه د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د دغې ولسوالۍ د بازار په یوه څنډه کې د محلي‌ پولیسو پر امنیتي‌ پوسته برید کړی.

د ۲۱۷ قول اردو مطبوعاتي‌ مسول عبدالهادي‌ نظري نن دوشنبه د فبروري ۱۵( سلواغې۲۷) پر امنیتي‌ ځواکونو د وسله والو طالبانو حمله تائید کړ، خو د تلفاتو په اړه یې څه نه ونه ویل.

نظري‌ په دغه جګړه کې د ملي‌ اردو د یو تن سرتیري د ټپي‌ کیدو خبر ورکړ او زیاتوي‌ چې چې په دغه برید کې ۵ تنه وسله وال طالبان هم وژل شوي‌ دي.

خو د کندز د ولایتي‌ شورا غړی خال الدین حکیمي‌ وايي‌ چې د طالبانو په دغه برید کې چې د ولسوالۍ د بازار په بخمل کوڅه کې یې پر امنیتي‌ پوسته کړې ۷ تنه محلي‌ پولیس وژل شوي‌ دي.

هغه زیاتوي‌ چې دغه جګړه د ماښام له اوو بجو پیل شوه او تر ناوخته یې دوام وکړ چې یو تن د ملي‌ اردو سرتیری او ۳ تنه محلي‌ پولیس هم په کې ټپيان‌ شوي دي.

حکیمي‌ وايي‌ چې دغو سرتیرو ته پر وخت مرستندویه قوه نه ده رسیدلی.

بلخوا د دفاع وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې په جوزجان کې د ۷ تنو وسله والو طالبانو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی.

د فاع وزارت وايي‌ چې تېره شپه وسله والو طالبانو د جوزجان په اقچه ولسوالي کې د دفاع وزارت ځواکونو عملیات کړي‌ چې په کې د ې د طالبانو یو کلیدي‌ غړي‌ په ګډون یو تن سرګروپ‌ هم وژل شوی‌ دی.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement