پوسټ کوډ 219898
نیټه خپرول: دوشنبه 27 سلواغه 139912:15

د بین الافغاني مذاکراتو له پیلېدو تر دا مهاله ۱۱ بشري فعالان او خبریالان وژل شوي ـ یوناما

د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالي یا یوناما وايي، د سولې د بین الافغاني مذاکراتو له پيل یعني د ۲۰۲۰ کال له سپټمبر را وروسته بیا د روان ۲۰۲۱ کال د جنورۍ تر ۳۱ مې په افغانستان کې د بشري حقونو۱۱ مدافعین او ژورنالیستان وژل شوي دي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالب استازو ترمنځ د سولې بین الافغاني مذاکرات د تیر ۲۰۲۰کال سپټمبر میاشتې پر ۱۲مه په دوحه کې پرانیستل شول.

یوناما نن دوشنبه فبروري ۱۵( سلواغې ۲۷) پخپل راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۰ کال له سپټمبر را وروسته بیا د روان ۲۰۲۱ کال د جنورۍ تر ۳۱ مې د بشري حقونو پر مدافعینو او خبریالانو په نښه کول زیات شوي دي.

د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ ویلي چې د یادو ۱۱ وژل شوو کسانو له ډلې ۵ تنه یې د بشري حقونو مدافعین او پاتې ۶ تنه یې د رسنیو خبریالان دي.

راپور زیاتوي په داسې حال کې چې د دغه بریدونو مسؤلیت څوک نه مني، دوام یې په خلکو او خبریالانو کې د ویرې فضا رامنځته کړې ده.

یوناما وايي، د رامنځته شوي وضعیت له امله د بشري حقونو او رسنیو ګڼ شمېر کار کوونکو دندې پریښي او ځینې له هیواد څخه وتلو ته اړیستل شوي دي.

د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ ویلي چې په افغانستان کې هدفي بریدونه خونړۍ مرحلې ته ننوتلي دي.

په راپور کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازوالۍ د مشرې دیبرا لاینز له قوله ویل شوي: "د بشري حقونو د مدافعینو او رسنیو غږ د هرې پرانیستې او متمدنې ټولنې لپاره مهم دی. په داسې وخت کې چې د خبرو اترو له لارې د جګړې د پای ته رسولو او د سیاسي جوړ جاړي پر رامنځ ته کیدو ټینګار کیږي، اړتیا ده چې تر بل هر وخت ډیر د بشري حقونو او رسنیو غږونه واوریدل شي نه دا چې خاموشه کړل شي."

یوناما پر خبریالانو او د بشري حقونو پر مدافعینو د هدفي بریدونو په اړه اندېښنه ښودلې او د هغوی پر خوندیتوب یې ټینګار کړی دی.

په راپور کې ویل شوي چې یوناما د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ له لومړۍ د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ تر۳۱ مې د بشري حقونو د مدافعینو او رسنیو د ۶۵ کارکونکو وژل ثبت کړي چې په وینا یې په دې ډله کې ۳۲ د بشري حقونو د سکټور او ۳۳ تنه یې د رسنیو کار کوونکي شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم په افغانستان کې د رسنیو او بشري حقونو پر کار کوونکو د بریدونو په اړه اندېښنې ښودل شوي دي.

پر خبریالانو دغه بریدونه په کابل، هلمند، ننګرهار، غزني او غور ولایتونو کې شوي دی.

افغان چارواکي که څه هم د یادو بریدونو تر شا د وسله والو طالبانو لاس لرل بولي، خو طالبانو بیا ویلي چې په یادو هدفي بریدونو کې دوی لاس نه لري.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست څه موده مخکې وویل چې پر ځینو خبریالانو یې وسله وال بریدونه خنثی کړي او د ځینو خبریالانو د قتل په تور یې یو شمېر کسان هم نیولي دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement