- 0 څرګندونه
- چاپ
د ځانګړو ځواکونو پر موټریز کاروان د برید په تړاو ۴ شکمن کسان نیول شوي
د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، په دې ولایت کې یې څلور هغه کسان نیولي چې ګمان کیږي د ځانګړو ځواکونو پر موټریز کاروان برید کې یې لاس درلود.
د ننګرهار دوالي ویاند عطاالله خوږياڼي نن (یکشنبه، ۲۶ د سلواغې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تېره شپه ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار اولې ناحیې اړوند قصبې سیمه کې ځانګړي شپني عملیات ترسره کړي.
د ښاغلي خوږیاڼي په وینا، په دې عملیاتو کې د ځانګړو ځواکونو پر موټریز کاروان د برید په تړاو ۴ تنه شکمن کسان نیول شوي. ښاغلی خوږیاڼی زیاتوي، د مالوماتو پر اساس نیول شویو کسانو د ملی امنیت په ځانګړې قطعې د ترسره شوي ځانمرګي بریدګر سره په ورته وخت کې ټیلیفوني اړیکه نیولې. خوږیاڼی وویل: «نیول شوي کسان اوس مهال د لا ډېرو معلوماتو په موخه تر څېړنو لاندې دي. دوی د تیرې پنجشنبې ورځې برید کې لاس درلود.»
د نوموړي په خبره ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په جریان کې یو میل کلاشینکوف او یوه تفنګچه هم ترلاسه کړې ده.
دغه برید تېره پنجشنبه د سلواغې په ۲۳مه د ننګرهار هوایي ډګر ته څېرمه د ۰۲ قطعې په یو رینجر موټر شوی و او ورسره سم ډزې هم پیل شوې وې. د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي و چې دغه چاودنه د سړک غاړې ماین له امله وه چې د ځانګړو ځواکونو (۰۲قطعې) پر کاروان شوې ده.
په دې برید کې د یادې قطعې ځینې ځواکونه ټپيان شوي و.