پوسټ کوډ 219810
نیټه خپرول: شنبه 25 سلواغه 139916:06

افغانستان په اسلام قلعه کې د اور وژلو لپاره له ایران مرسته غوښتې

د هرات سیمه ییز چارواکي وايي د اسلام قلعه په ګمرک کې لوی اور لګېدلی دی.

د هرات والي سید وحید قتالي نن شنبه فبروري ۱۳ (سلواغې ۲۵) ویلي چې تر اورلګېدو وروسته د ګازو او تېلو لسګونه ټانکرونه چاودېدلي او اور یې نور هم زیات او پراخ کړی دی.

ښاغلی قتالي وايي چې د اور د مړه کولو لپاره لازم امکانات نه لري او د ایران له تایباد ښار څخه یې اطفائیې غوښتي دي.

په سیمه کې عیني شاهدان وايي چې تر دا مهاله یې د پولیسو اطفائیې په کنټرلولو نه دي توانېدلي.

تر دا مهاله په دغه اور کې د ځاني زیان په اړه راپور نه دی ورکړل شوی او دا هم معلومه نه ده چې څومره مالي زیانونه یې اړولي دي.

د هرات اسلام قلعه ګمرک د هرات ښار په جنوب کې د ایران پولې ته نژدې پروت دی. چارواکو تر دا مهاله نه دي ویلي چې ولې دا اور لګېدلی.

پر همدې مهال د افغانستان برښنا شرکت وایي چې د برېښنا هغه مزي هم په دغه اور کې سوځېدلي دي چې له ایران څخه اسلام قلعه ته برېښنا انتقالوله. اوس برېښنا پرې شوې ده.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement