پوسټ کوډ 219788
نیټه خپرول: شنبه 25 سلواغه 139913:53

د راډیو نړیواله ورځ؛ 'افغانستان کې ۲۷۰راډیو ګانې فعالیت کوي'

په داسې حال کې چې په تیرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د ګڼو انځوریزو او چاپي رسنیو ترڅنګ د ټولنیزو رسنیو فعالیتونه هم پراخ شوي، خو د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، راډیو لا هم په ښارونو او لیري پرتو سیمو کې خپل مینوال لري.

د یاد وزارت ویاند صابر مومند نن شنبه فبروري ۱۳(سلواغې ۲۵) د راډیو نړیوالې ورځې په مناسبت امریکا غږ ته وویل چې راډیو لا هم په ځانګړي ډول لیري پرتو سیمو کې د موثقو خبرونو او خپرونو اورېدو مرجع ده.

نوموړي زیاته کړه:"اوس هم ولسونه پر راډیو باندې د رسنیو په ډله کې د یوې معتبرې مرجع په توګه اتکا کوي او د راډیو مینوال او اورېدونکي او هیوادوال چې ورته لاسرسی لري، له همدې امله د رسنیو په سر کې ده."

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، له دوی سره په دغه هیواد کې ۲۷۰ راډیو ګانې ثبت او راجستر دي چې په وینا یې دا مهال خپرونې کوي.

صبر مومند همدارنګه وویل چې په ۱۳۹۹ کال کې ۷۰ بېلابېلې رسنۍ او رسنیزو بنسټونو و د فعالیت جوازونه تر لاسه کړي خو په وینا یې ۸ نورې بېلابیلو رسنیو خپل جوازونه لغوه کړي دي.

نن شنبه د فبرورۍ میاشتې ۱۳ مه د راډیو نړیواله ورځ ده، افغانستان ته راډیو په ۱۳۰۴ کال کې د غازي امان الله خان په وخت کې راوړل شوه او د کابل راډيو په نوم یې خپرونې پیل کړې.

دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال په افغانستان کې د راډیو ترڅنګ سلګونه تلویزیوني چینلونه او زرګونه چاپي او ټولنیزې رسنۍ فعالیت کوي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement