پوسټ کوډ ۲۱۹۷۷۴
نیټه خپرول: شنبه ۲۵ سلواغه ۱۳۹۹ ۱۱:۳۳

جلال اباد ښار کې ماین چاودنې درې ملکیان ټپیان کړل

د ننګرهار امنیتي مسوولین وایي، د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې ماین چاودنې درې ملکي وګړي ټپیان کړي دي.

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند فرید خان نن (شنبه، ۲۵ د سلواغې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، نن سهار شاوخوا نهه بجې د جلال اباد ښار فارم هډې سیمې زیتونو فابریکې مخې ته د پولیسو پر رنجر موټر د سړک غاړې ځای پرځای شوي ماین چاودنه کړې.

د ښاغلي خان په وینا، په دې چاودنه کې درې ملکي وګړي ټپیان شوي خو پولیسو ته زیان نه دی اوښتی.

فرید خان زیاته کړه: «چاودنه نن سهار فارم هډې سیمه کې د پولیسو په رینجر شوې. درې ملکیان ټپیان شوي.»

تراوسه د یادې پیښې مسوولیت چا نه دی منلی.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement