پوسټ کوډ 219598
نیټه خپرول: سه شنبه 21 سلواغه 139915:53

جنرال مکېنزي: افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه ډېره لوړه ده، د طالبانو پر وروستیو کړنو اندېښمن یم

د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ عمومي قوماندان جنرال کېنېټ مکېنزې وايي په افغانستان کې د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه ډېره لوړه ده او دی د طالبانو د وروستیو کړنو په اړه اندېښمن دی.

نوموړي پرون دوشنبه امریکا کې د منځني ختیځ انسټیټیوټ ته په خبرو کې وویل په افغانستان کې د یوه سیاسي جوړجاړي لپاره اړینه ده چې طالبان هم ځینې ګامونه پورته کړي.

دا لومړی ځل دی چې د امریکا د پوځ دا مهم قوماندان واک ته د ولسمشر جو بایډن له رسېدو وروسته په دې اړه څرګندونې کوي.

جنرال مکېنزې ویلي: "طالبانو د هېواد په کچه په هدفي وژنو او پر افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په پرله پسې بریدونو سره د تاوتریخوالي لوړه کچه روانه ساتلې، خو پر امریکايي او اتېلافي ځواکونو یې له بریدونو تر ډېره ډډه کړې".

نوموړی زیاتوي: "د تاوتریخوالي کچه ډېره لوړه ده. دا هغه څه دي چې موږ یې څارو. د طالبانو د کړنو څارلو ته دوام ورکوو او پوهېږم چې [د امریکا نوې] اداره هم د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ د سولې د تړون له مخې هر څه څاري".

جنرال مکېنزې د امریکا د نوې ادارې له خوا د دوحې هوکړې د بیا کتنې پرېکړې ته په اشارې سره ویلي، که دا بهیر همداسې روان ساتل کیږي نو طالبان باید ځینې ګامونه واخلي او یو څه کارونه وکړي.

جنرال مکېنزې وايي د سپتمبر د ۱۱مې له بریدونو راهیسې افغانستان کې د دوی ستراتیژیک اهداف، چې د ترهګرو په پټنځي د افغانستان بیا نه اوښتل او د امریکا خوندیتوب، دي د "طالبانو او د افغانستان د اسلامي جمهوريت ترمنځ د خبرو اترو پایله کې یوې هوکړې ته د رسیدو له لارې ترلاسه کېدای شي".

د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ قوماندان دا څرګندونې داسې مهال کوي چې دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني خبرې په ټپه ولاړې دي.

د افغانستان حکومتي مشران نیوکه کوي چې د طالبانو د مذاکراتي ټیم غړي د دوی له مرکچیانو سره د خبرو پر ځای د سیمې د هېوادونو په سفرونو بوخت دي.

دوی دا څرګندونې په دې وروستیو کې تهران، مسکو او عشق اباد ته د طالب استازو سفرونو ته په اشارې کوي.

"پاکستان مهم رول لولولی شي"


د امریکا د پوځ دغه مهم قوماندان د منځني ختیځ انسټیټیوټ ته په خبرو کې افغانستان ته د نږدې موقعیت او افغانستان مسایلو کې د مهم رول له کبله د پاکستان په اړه هم غږېدلی دی.

هغه وايي " پاکستان افغانستان ته د نږدې موقعیت له کبله خورا مهم دی. له بېلابېلو لارو یې موږ سره همکاري کړې. کله کله وایو کاش تر دې یې هم ډېر څه یې کړي وای".‌

جنرال مکېنزې زیاتوي چې د پاکستان د پوځ له لوی درسیتز جنرال قمر باوجوه سره ډېر وخت تماس کې وي او له نوموړي د "افغانستان په تړاو" کار او مرسته غوښتې ده او دا ژمنه ورسره شوې چې "پاکستان به د افغانستان راتلونکې کې عمده رول لوبوي".

هیره دې نه وي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي څو ورځې وړاندې د ولسمشر جو بایډن پر ادارې غږ وکړ چې د دوحې تړون ته دې ژمن پاتې شي او طالبانو سره دې د سیاسي جوړجاړي لپاره هڅې روانې وساتي.‌

خو د نوي ولسمشر جو بایډن ادارې اعلان کړی چې له طالبانو سره د ۲۰۲۰ کال خپلمنځي تړون ته به له سره کتنه کوي او غواړي پوه شي چې په دې تړون کې څه راغلي.

امریکایي چارواکي وایي، غواړي مالومه کړي چې ایا طالبان دې تړون ته ژمن پاتې شوي‌ دي او که نه.

طالبانو د امریکا د نوې ادارې د دې اعلان په غبرګون کې ویلي، دوی د دوحې تړون کې شوې ژمنې پر ځای کړې دي، او که هر لوری له دې تړونه په شا کېږي نو د راتلونکو پېښو مسئولیت به یې پر غاړه وي.‌

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement