پوسټ کوډ 219588
نیټه خپرول: سه شنبه 21 سلواغه 139913:51

د کندهار په ۳ ولسوالیو کې ۲۵ طالبان وژل شوي

افغان امنیتي ځواکونو د هوايي ځواکونو په ملاتړ د کندهار ولایت ارغنداب، ژیړۍ او ډنډ ولسوالیو کې پر وسله والو طالبانو عملیات کړي، چې په نتیجه کې یې ۲۵ طالبان وژل شوي دي.

 له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په یادو عملیاتو کې ۲۵ کړۍ ماینونه، چې د  ژیړۍ او ارغنداب ولسوالیو په  بیلابیلو سیمو کې د طالبانو له لوري ځای پرځای شوي وو، د افغان ځواکونو له لوري کشف او له منځه یوړل شو.
باید یاده شي، چې تېره ورځ هم د افغان ځواکونو له لوري د هېواد په ۷ ولایتونو کې ۱۰۹ طالبان وژل شوي وو.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement