پوسټ کوډ 219586
نیټه خپرول: سه شنبه 21 سلواغه 139913:40
- 0 څرګندونه
- چاپ
هېواد کې د کرونا ویروس ۱۶ مثبتې پېښې ثبت شوې

تېره شپه ورځ کې د کرونا ویروس ۱۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي او څلور تنه د کوویډ۱۹ ناروغان مړه شوي دي.
دعامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې چې نن(سې شنبې د سلواغې په ۲۱مه نېټه) یې له رسنیو سره شریک کړي دي، ښیې چې تازه پېښې د ۱زرو ۸۳۷ کتل شویو مشکوکو نښو پایله ده.
تر اوسه هېواد کې د کرونا ویروس له کبله ۲ زره او ۴۱۸ کسان مړه شوي دي.
اوس مهال هېواد کې د کرونا ویروس ټولې فعالې پېښې ۴ زره او ۸۷۵ دي.
د یادولو ده چې تازه پېښې ۳ کابل، ۲ هرات، ۱ کندهار، ۳ ننګرهار، ۲ تخار، ۱ میدان وردګ، ۱ بدخشان، ۱ هلمند او ۱ هم په لغمان ولایت کې ثبت شوې دي.