پوسټ کوډ 219536
نیټه خپرول: دوشنبه 20 سلواغه 139915:41

افغانستان کې کرونا؛ ۲۷ تنه پرې اخته پېژندل شوي

د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۱۹۰۰ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۲۷ پایلې یې مثبتې وې.

د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، هرات، کندهار، بلخ، ننګرهار، بادغیس، کاپیسا، لغمان او غور ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۵ زره او ۳۸۶ تنو ته ورسېد.    

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته یو تن روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۴۸ زره او ۴۲ تنو ته ورسېد.         

دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته یو ناروغ خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر دوه زره او ۴۱۴ تنو ته ورسېد.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement