پوسټ کوډ 219514
نیټه خپرول: دوشنبه 20 سلواغه 139912:26

هند کې د سېلاب را وتلو له امله د لادرکه کسانو د ژغورنې عملیات پيل شوي

د هند په اتاراخاند ایالت کې د سېلابونو را وتلو له امله لږ تر لږه ۹ تنه مړه شوي او ۱۴۰ تنه نور لاردکه دي.

د اسوشېټیډ پریس آژانس د راپور له مخې سېلابونه پرون یکشنبه د همالیا غرونو د طبیعي کنګلونو د یوې برخې د نړېدو له امله راوتلي دي.

په سیمه کې د هند د سرحدي پولیسو ویاند اسوشېټیډ خبري اژانس ته ویلي چې د یاد کنګل تر ویلې کېدو وروسته په سیمه کې د برښنا د تولید یوه تر کار لاندې پروژه او د برښنا یوه بله دستګاه تخریب شوې ده.

اسوشېټیډ پریس خبري آژانس نن دوشنبه فبرورۍ اتمه ( سلواغې ۲) ویلي چې د پولیسو او پوځ د سرتیرو په ګډون ۲۰۰۰ تنو د ژغورنې عملیات پيل کړي دي.

نوموړي زیاته کړې چې د برښنا د یوې پروژې په تونل کې ۴۲ تنه کار کوونکي بند و چې ۱۲ تنه یې ژغورل شوي او د پاتې کسانو د ژغورلو هڅې هم روانې دې.

د چارواکو په وینا د خټو او «لی» راوتلو له امله ګڼ کورونه او پلونه هم زیانمن شوي دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement