پوسټ کوډ ۲۱۹۴۶۵
نیټه خپرول: يکشنبه ۱۹ سلواغه ۱۳۹۹ ۱۵:۰۱

افغانستان کې کرونا؛ ۲۴ تنه پرې اخته پېژندل شوي

د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۱۷۹۳ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۲۴ پایلې یې مثبتې وې.

د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، هرات، بلخ، ننګرهار، کندوز، نیمروز، کونړ، فاریاب او پنجشیر ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۵ زره او ۳۵۹ تنو ته ورسېد.    

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۱۴ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۴۸ زره او ۴۱ تنو ته ورسېد.         

دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته درې ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر دوه زره او ۴۱۳ تنو ته ورسېد.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement