پوسټ کوډ ۲۱۹۲۳۵
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱۵ سلواغه ۱۳۹۹ ۱۱:۰۲

ارزګان کې د افغان ځواکونو پر یوه مرکز موټر بم چاودنه شوې

نن سهار وختي په ارزګان ولايت کې د افغان ځواکونو پر يوه نظامي مرکز ځانمرګی موټر بم بريد شوی دی.

د ارزګان والي محمد عمر شيرزاد نن چهارشنبه فبرورۍ دریمه (سلواغې ۱۵) امریکا غږ ته وويل چي په پېښه کې ۴ تنه نظاميان وژل شوي دي.

 

دی زياته وي چي د ملي اردو او پوليسو ياد ګډ مرکز ته نوي سرتيري هم رسيدلي او د سقوط يې مخنيوی شوی.

 

شېرزادوویل:"نن سهار وختي ۳ بجې د هيواد د ښمنانو لخوا د ترينکوټ په چينارک سيمه کې د ګډو افغان ځواکونو پر مرکز ځانمرګی موټر بم بريد شوی چې دوه د پوځ سرتیري، یو پولیس او یو هم پاڅونوال سرتیری پکښي وژل شوی او درې نور سرتیري ټپیان شوي دي."

 

خو د ارزګان يوه لوړ پوړي امنيتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل چې په پېښه کې ۷ سرتیري وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

 

ارزګان له امنيتي پلوه يو نا ارامه ولايت بلل کيږي چي حکومتي قواوې تر ډېره د ښار په مرکزي برخو کې ځای پر ځای دي او له کندهار سره یې هم عمومي لار د ټرافیکو پر مخ تړلې.

 

سره له دې چي د ارزګان ولايتي مقامات د ننني ځانمرګي موټر بم مسؤل وسله وال طالبان ګڼي، خو خپله وسله والو طالبانو رسنیو ته په دې باب کومه تبصره نه ده کړې.

 

کابل کې ماین چاودنه

 

بلخوا د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، نن سهار د کابل ښار د پنځلسمې امنیتي حوزې په «تنګي تره خېل» سیمه کې ماین چاودنې یو پولیس وژلی او درې نور یې ټپیان کړي دي.

 

د کابل د چاودنې مسؤلیت هم کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement