پوسټ کوډ ۲۱۹۲۳۱
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱۵ سلواغه ۱۳۹۹ ۱۰:۲۳

ننګرهار کې یوه قاضي وسله‌وال برید کې ژوند بایلود

ننګرهار کې د ناپېژانده وسله‌والو برید کې د دغه ولایت د عامه امنیت او سوداګرۍ دیوان قاضي ژوند بایلود.

د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي چې پېښه نن سهار (چهارشنبه د سلواغې په ۱۵مه نېټه) د جلال  اباد ښار څلورمې ناحیې اړونده سیمه کې شوې ده.

 

دا په داسې حال کې د چې د افغانستان د بیارغونې څار لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړې ادارې یا سیګر خپل وروستي راپور کې افغانستان کې د هدفي بریدونو له زیاتوالي ویلي دي.

 

راپور کاږي:"د ۲۰۲۰ زیږدیز کال تېرو دوو میاشتو کې پنځو خبریالانو ژوند بایللی دی او د مدني ټولنې یو شمېر غړو افغانستان کې هدفي وژنو کې ژوند بایللی دی."

 

دا په داسې حال کې ده چې د طلوع نیوز د دوشنبې راپور ښیې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پنځه تنه په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي او دوه نور ټپیان شوي دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement