پوسټ کوډ ۲۱۹۱۸۸
نیټه خپرول: سه شنبه ۱۴ سلواغه ۱۳۹۹ ۱۳:۵۹

کرونا ویروس؛ ۵۳ تازه پېښې ثبت شوې

د عامې ورغتیا وزارت تېره شپه ورځ کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس د ۵۳ تازه مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکوي.

دغه مالومات چې نن(سې شنبې د سلواغې په ۱۴مه نېټه) ثبت شوې دي، ښیې چې یاده موده کې د کوویډ۱۹ یو ناروغ مړ شوی دی.

له دې سره هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۵زره او ۱۷۴ ته ورسید چې له ډلې یې ۴ زره او ۹۷۰ یې فعالې دي.

د روغتیا وزارت یوه شپه ورځ کې له کوویډ۱۹ ناروغۍ نه د ۷۵ کسانو له روغېدو هم خبر ورکوي.

د یادونې ده چې تازه پېښې ۹ کابل، ۱۹ هرات، ۱ کندهار، ۱ بلخ، ۲ ننګرهار، ۴ نیمروز، ۱ میدان وردګ، ۴ غزني، ۲ هلمند، ۵ فاریاب، ۲ پکتیکا او ۳ هم په جوزجان ولایت کې ثبت شوې دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement