- 0 څرګندونه
- چاپ
د دوحې تړون د بین الافغاني مسائلو د پرېکړو مطلق بنسټ نه دی ـ امنیت شورا
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د امریکا او طالبانو د دوحې توافق د ټولو بین الافغاني مسائلو د پرېکړو «مطلق» بنسټ نه دی.
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند مولوي رحمت الله اندړ د سې شنبې په ورځ فبروري دوهمه ( سلواغې ۱۴) رسنیو ته په لېږلې غږیږ پیغام کې ویلي چې د نظام پر بڼې بحث تر وخت مخکې دی.
د امنیت شورا ویاند یادې څرګندونې د طالب استازو هغه خبرو ته په غبرګون کړي چې تیره ورځ یې ایران ته د سفر پرمهال ویلي و چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې هوکړه کې په افغانستان کې د نوي اسلامي نظام پر جوړېدو هوکړه شوې ده.
د افغانستان ملي امنیت شورا د طالبانو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي:"په دوحه کې د امریکایانو او طالبانو هوکړه لیک د ټولو بین الافغاني مسائلو د پرېکړو مطلق بنسټ نه دی،طالبان د نظام پر میکانیزم تر تبصرو مخکې د دې خاورې د خلکو د وینو مسؤل دي، د نظام پر چوکاټ بحث اوس تر وخت مخکې ده، فعلاً افغانان دې ته منتظر دي چې د جګړې دا ګرم اور مړ شي."
هغه ویلي چې د جمهوري نظام مفهم دا دی چې د سیاسي جوړښتونو هر تشکیل پکې ځایېدای شي.
د امنیت شورا ویاند زیاته کړې که چیري طالبان د یو تروریستي بانډ پر ځای د تفاهم او سیاسي فعالیت په یو جریان بدل شي په خبره یې په جمهوریت کې شاملېدلی شي.
دا څرګندونې پر داسې مهال کیږي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د لنډ مهاله حکومت په اړه اوازې ګرمې شوي دي.
د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو طالب پلاوی چې روانه اونۍ ایران ته تللی و پرون دوشنبه د دغه پلاوي غړو خبریالانو سره خبرو کې وویل چې په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون کې په افغانستان کې د نوي ټولشموله حکومت پر رامنځته کېدو هوکړه شوې ده.
تر دې مخکې بیا د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال ملا شېر محمد عباس ستانکزي په روسیه کې خبریالانو ته ویلي و چې که ولسمشر محمد اشرف غني استعفا وکړي دوی (طالبان) حاضر دي چې سوله وکړي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم ویلي چې په افغانستان کې د موقت حکومت رامنځ کېدل به د وینې بهېدو لامل شي.
وسله وال طالبان پر داسې مهال د دوحې تړون پر عملي کولو ټینګار کوي چې په امریکا متحده ایالاتو کې د جو بایډن په مشرۍ حکومت ویلي چې یاد تړون ته له سره کتنه کوي.