پوسټ کوډ ۲۱۹۰۷۴
نیټه خپرول: يکشنبه ۱۲ سلواغه ۱۳۹۹ ۱۷:۰۹

په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٣٨ کسان په کرونا اخته او څلور يې له امله مړه شوي

د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٣٨ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٥٥٠٥٩ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د سلواغې په ١٢مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

 

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١٦٤٨ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٣٨ يې مثبتې دي.

 

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٥٥٠٥٩ ته لوړ شو.

 

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شويو پېښو کې ٩ کسان په ننګرهار، ٧ په هرات، ٥ په کابل، ٣-٣ په بلخ، بغلان او لغمان، ٢-٢ په هلمند، کونړ او تخار او ١-١ هم په کندوز او بدخشان ولايتونو په کرونا ويروس اخته شوي دي.

 

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٧٠ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۴۷٦٧٩ ته ورسېد.

 

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ٤ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٢٤٠٤ ته ورسېد.

 

کرونا ويروس څه باندې يو کال وړاندې په چين هېواد کې خپور شو چې بيا يې د افغانستان په ګډون لږ تر لږه د نړۍ ټولو هېوادونو ته سرايت وکړ، خو په دې وروستيو کې د کرونا نوې بڼه بيا په امريکا او برېتانيا کې لېدل شوې ده.

 

د کرونا ويروس د نوې بڼې له پيدا کېدو سره سم يو شمېر هېوادونو خپل سرحدونه بيا له سره تړلي او د افغانستان د عامې روغتيا وزارت هم له خلکو غوښتنه کړې چې نورو هېوادونو ته خپل سفرونه کم کړي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement