پوسټ کوډ 218800
نیټه خپرول: چهارشنبه 8 سلواغه 139911:41

کابل کې چاودنې؛ دوو پولیس سرتېرو ژوند بایلود او ۴ ټپيان شول

کابل کې د وو چاودنو د دوو پولیس سرتېرو ژوند واخیست او څلور نور یې ټپيان کړل.

دغه چاودنې نن سهار(چهارشنبې د سلواغې په ۸مه نېټه) وشوې چې لومړۍ یې د کابل ښار پنځلسمې حوزې اړوند، دېسپېچري سیمه کې وه او په ترڅ کې یې دوه پولیس سرتېري ټپیان شول.

 

د کابل پولیس وايي چې چاودنه د پولیسو پر موټر وشوه او په کې دوه سرتېري برسېرن ټپیان شول.

 

په همدې حال کې یوه امنیتي سرچینه وايي چې د کابل دولسمې حوزې اړوند سلیم کاروان سیمه کې د عامه نظم پر ځواکونو د چاودنې له کبله دوو سرتېرو ژوند بایللی او دوه نور ټپیان دي.

 

د  دغو چاودنو مسوولیت چا نه دی منلی، خو حکومت د دغو ډول پېښو مسوولیت د طالبانو پر غاړه اچوي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement