پوسټ کوډ 218571
نیټه خپرول: يکشنبه 5 سلواغه 139910:48

ننګرهار کې غبرګو چاودنو درې تنه ټپي کړي

د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت جلال اباد ښار کې دوو ماین چاودنو درې کسان ټپیان کړي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږياڼي نن (یکشنبه، ۲۵ د سلواغې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، نن سهار شاوخوا اته بجې د جلال اباد ښار د څلورمې ناحېې اړوند د چپرهار زړې هډې سیمه کې ځای پر ځای شویو دوو ماینونو چاودنه کړې چې له امله یې درې ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

 

 

 

خوږیانی زیاتوي: «د جلال اباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند د چپرهار زړې هډې سره دوو چاودنو درې کسان ټپیان کړي دي.»

 

 

 

تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement