پوسټ کوډ 218544
نیټه خپرول: شنبه 4 سلواغه 139916:09

امرخېل: ننګرهار کې د کوکنارو کښت ۸۰ سلنه کم شوی

د ننګرهار والي وايي، دغه ولايت کې د کوکنارو کښت ۸۰ سلنه کم شوی، خو يوازې په هغو ولسواليو کې کرل کېږي چې امنيتي وضعيت يې خراب دى.

نوموړی په دغه برخه کې د رسنيو د عامه پوهاوي رول مهم ګڼي او وايي، ډېرو کروندګرو د بديل پروګرامونو د پلي کېدو په وجه هم د کوکنارو له کښت څخه مخه اړولې ده.

ضياء الحق امرخېل دا څرګندونې د سلواغې په ۴مه ننګرهار کې د امريکا غږ تلوېزيون له لوري د نشه يي توکو د کښت په مخنيوي کې د رسنيو د رول په تړاو جوړ شوي کنفرانس کې وکړې.

ياد کنفرانس کې پر خبريالانو سربېره د ننګرهار د مختلفو ولسواليو قومي مشرانو او يو شمېر نورو چارواکو هم ګډون کړى وو.

د ننګرهار والي دغه کنفرانس ته د خبرو پرمهال وويل، د رسنيو له لارې د عامه پوهاوي زياتوالى، د بديلو پروګرامونو پلي کېدو، د حکومت کلک نظارت او د کروندګرو د همکارۍ له امله دغه ولايت کې د کوکنارو کښت ۸۰ سلنه کم شوی دی.

ضياء الحق امرخېل زياته کړه، د نشه يي توکو د کښت مخنيوی په ناامنۍ پورې تړاو لري هغو ځايونو کې چې امن دی د کوکنارو کښت صفر شوی خو هلته چې نا امني ده او طالبان حاکم دي کوکنار او نور نشه يي توکي کرل کېږي.

دغه راز د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدير محمد احسان احسان وويل، روان کال دوی په دغه ولايت کې د نشه يي توکو د مخنيوي په موخه ۳۳۵ ځايه عمليات کړي چې ۴۱۱ کسان يې د نشه يي توکو په تړاو نيولي دي.

دی وايي، له دغو کسانو ۱۰زره او ۱۸۹ کيلوګرام بېلابېل ډول نشه يي توکي، ۱۴۰ عرادې موټر او ۱۵ ميله وسلې هم ترلاسه شوي او دغه راز يې تېر کال په ۶۱۵ جريبه ځمکو باندې د کوکنارو کرل شوي فصلونه هم له منځه وړي دي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر ناصر کاموال وويل، سره له دې چې دغه ولايت کې د روږدو کسانو پنځه مرکزونه شته خو بيا هم دغه امکانات کم دي.

دی وايي، ننګرهار کې اوسمهال ۱۵۰ بستريز روغتون د نارينو، ۲۰ بستريز د کوچنيانو او ۵۵ بستريز روغتون په نشه يي توکو د روږدو ښځو درملنه کوي او ځينې نور مرکزونه هم شته دي.

د ننګرهار د کرنې رييس انعام الله ساپي وويل، د کروندګرو له همکارۍ پرته د نشه يي توکو د کښت مخنيوى ستونزمن دی او د بديل معشيت پروګرام له لارې په ډېرو سيمو کې د کوکنارو د کښت مخه نيول شوې ده.

د امريکا غږ تلوېزيون د نشه يي توکو د عامه پوهاوي د پروګرام مسول رحيم ګل څاروان وويل، د دغه کنفرانس موخه د نشه يي توکو د مبارزې او مخنيوي برخه کې د رسنيو د ونډې ارزښت په اړه بحث کول او حکومتي ادارو او ولس ته يې د اهميت ښکارندوي ده.

هغه زياته کړه، کنفرانس ته يې يو شمېر خبريالان او د ننګرهار د مختلفو ولسواليو پنځوس کروندګر راغوښتي چې د اړوندو مسوولينو له لوري ورته د نشه يي توکو د مبارزې په اړه معلومات ورکړل شول.

په دغه کنفرانس کې کروندګرو د خپلو يو شمېر ستونزو د حل غوښتنه هم وکړه چې د مسوولينو له لوري ورته معلومات ورکړل شول.

د سره رود ولسوالۍ يوه قومي مشر او کروندګر ملک محبت خان وويل، په بازار کې د سبزيجاتو نه خرڅېدل کروندګر له ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه غوښتنه وکړه چې له بهرنيو هېوادونو په راتلونکي سبزيجاتو باندې ګمرکي تعرفې لوړې شي.

دغه راز د سپين غر ولسوالۍ يو قومي مشر ملک محفوظ وويل، دوو پيړيو څخه اچين او سپين غر کې نشه يي توکي کرل کېدل چې تېر کال يې د قومي تړې له مخې د نه کرلو پرېکړه وشوه، خو تر اوسه کروندګرو سره هېڅ د بديل مرستې ونه شوې.

اړوندو مسولينو ډاډ ورکړ چې راتلونکي کې به دغو ستونزو ته پاملرنه کېږي او د کروندګرو ستونزې به له نږدې څېړل کېږي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement