پوسټ کوډ 218529
نیټه خپرول: شنبه 4 سلواغه 139913:24

ولسي جرګې پراختیایي پروژې له خنډ سره مخ کړې دي

د افغانستان مالیې وزارت وايي، د بودیجې په ځنډ تصویب به په راتلونکي کې ګڼې اوږد مهاله ستونزې رامنځته کړي.

ددغې ادارې د رسنیو د برخې امر فرید نوښت وايي، د ولسي جرګې له لوري د بودیجې نه تصویب د پرمختیايي پروژو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.
 نوښت زیاتوي، چې مالیې وزارت به ډیر ژر بودیجه بیا ځلي د تصویب لپاره ولسي جرګې ته ولیږي او تمه لري، چې دا ځل به بودیجه تصویب شي.
مالیې وزارت تر دې وړاندې هم د بودیجې د نه تصویب په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه او ویلي یې و، چې د پروژو په پیل کې ځنډ پر وخت د پروژو د نه تطبیق سبب ګرځیدلی شي.
بل پلو بیا ولسي جرګه وايي، د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه کې په پراخه توګه نا انډولي شتون لري او ددوی په خبره، ترڅو چې د مالیې وزات دغې برخې ته پام ونکړي، ولسي جرګه بودیجه نه تصویبوي.
مالیې وزارت د ۱۴۰۰ مالي کال د بودیجې مسؤده دوه ځلي ولسي جرګې ته لیږلې، چې دواړه ځلي رد شوې ده.
د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره ټوله ۴۵۲،۶ ملیارده افغانۍ بودیجه ټاکل شوې، چې ۶۵ سلنه یې عادي او پاتې ۳۵ سلنه یې پراختیايي بودیجه ده.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement