پوسټ کوډ 218522
نیټه خپرول: شنبه 4 سلواغه 139912:07
- 0 څرګندونه
- چاپ
ایا د سولې مذاکراتي پلاوي د جوبایډن دریځ ته په تمه دي؟

د سولې د مذاکراتو په دویم پړاو دری اونۍ اوړي، خو تر اوسه په دې بهیر کې کوم پرمختګ نه لیدل کېږي.
د حکومت مذاکراتي پلاوی وایي، چې د سولې د بهیر ځنډ له افغان ولس څخه انتقام اخلي؛ چې په دې هکله دوی خپل مسؤولیت ادا کړی او خپل وړاندېزونه یې مقابل لوري ته ورکړي، چې د ځواب په تمه یې دي.
بل پلو په دوحه کې د طالبانو د دفتر ویاند ډاکتر نعیم بیا وایي، چې مقابل لوري یې تر اوسه د اجنډا لپاره خپل موضوعات ندي ورسپارلي.
د یادې موضوع په اړه بیا شنونکي په دې باور دي، چې د سولې د مذاکراتو له دې پڅ بهیر څخه ښکاري، چې دواړه لوري د امریکا نوي دریځ ته په تمه دي چې له امله یې دا بهیر ورو روان دی.