پوسټ کوډ 218458
نیټه خپرول: پنج شنبه 2 سلواغه 139914:10

د ناټو یو سرتېری افغانستان کې وژل شوی.

د ناټو په چوکاټ کې د البانیا هېواد یو سرتېری په افغانستان کې وژل شوی، چې لا یې هم د څرنګوالي په اړه جزیات نه دي خپاره شوي.

د البانیا هېواد دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دوی یو سرتیری په افغانستان کې وژل شوی دی، خو خبرپاڼه کې یې په اړه له نورو مالوماتو ورکولو څخه ډډه شوې.

یاد هېواد، چې په ۲۰۰۹ کال کې یې د ناټو سازمان غړیتوب ترلاسه کړ، دا یې دوهم سرتېری دی، چې د غوڅ ملاتړ ماموریت د ځواکونو په لیکو کې وژل کیږي.
 په افغانستان کې د البانیا هېواد ۹۹ سرتېري دا مهال د کابل او هرات په اډو کې شتون لري.

د امریکا – طالبانو ترمنځ د دوحې له هوکړې وروسته دا لومړی ځل دی، چې د ناټو په چوکاټ کې یو سرتیری په افغانستان کې وژل کيږي.
وروسته له هغې، چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په کابل کې د یو امریکایي سرتیري له وژل کیدو سره په دوحه کې د سولې خبرې ودرولې، طالبانو په هېڅ بهرني سرتیري برید نه دی کړی.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement