پوسټ کوډ 218410
نیټه خپرول: چهارشنبه 1 سلواغه 139915:41

افغانستان کې تېر ٢٤ ساعتونه د کرونا ١٢٥ پېښې ثبت شوې او نهه کسان يې له امله مړه شوي

د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ١٢٥ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۵۴٤٠٣ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د سلواغې په لومړۍ نېټه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٢٣٨٥ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ١٢٥ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۵۴٤٠٣ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه پېښو کې ٤٠ په فارياب، ٣٤ په هرات، ١٠ په کابل، ٨ په ننګرهار، ٧ په لغمان، ٦ په نيمروز، ٥ په کندهار، ٤ په سرپل، ٣ په وردک، ٢-٢ په پکتيا او بدخشان او ١-١ په  پروان، باميان، زابل و ارزوګان ولايتونو کې په کرونا ويروس اخته شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٢٠٥ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۴۶٧٥٩ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ٩ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٢٣٦٣ ته ورسېد.

کرونا ويروس څه باندې يو کال وړاندې په چين هېواد کې خپور شو چې بيا يې د افغانستان په ګډون لږ تر لږه د نړۍ ټولو هېوادونو ته سرايت وکړ خو په دې وروستيو کې د کرونا نوى بڼه بيا په امريکا او برېتانيا کې لېدل شوې ده.

د کرونا ويروس د نوى بڼې له پيدا کېدو سره سم يو شمېر هېوادونو خپل سرحدونه بيا له سره تړلي دي او د افغانستان د عامې روغتيا وزارت هم له خلکو غوښتنه کړې چې نورو هېوادونو ته خپل سفرونه کم کړي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement