پوسټ کوډ 218373
نیټه خپرول: چهارشنبه 1 سلواغه 139912:06

د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودجه به بیا ولسي جرګې ته ولیږل شي

د ولسي جرګې له لوري د ۱۴۰۰ مالي کال د بودجې د دویمې مسودې له رد کولو وروسته ټاکل شوې، چې د درېیم ځل لپاره یادې جرګې ته د تایید په موخه ولېږل شي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ستراتیژیکو او عامه اړیکو د ادارې مشر وحید عمر، نن سهار ملت ته د حساب ورکوونې په غونډه کې وویل، چې ۱۴۰۰ مالي کال د بوديجې مسوده به د دریم ځل لپاره ولسي جرګې ته ولیږي.

نوموړي هیله څرګنده کړه، چې په درېیم ځل بودجه کې به د ولسي جرګې غړو قناعت تر لاسه شي.
نوموړي په ورته وخت کې د جرګې له غړو وغوښتل، هغه څرګندونې چې د افغانستان د درېیو قوو تر منځ د تقابل او عامه ذهنیت د ګډوډۍ لامل کېږي، ورڅخه ډډه وکړي.
 تر دې وړاندې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه د ناانډولۍ او د معاشونو د نه تعادل کېدو له امله د ولسي جرګې له لوري د دویم ځل لپاره رد شوې وه.
د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه ۴۵۲.۶ میلیارده افغانۍ اټکل شوې ده.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement