- 0 څرګندونه
- چاپ
د ملي امنیت شورا سلاکار د یو حکومتي پلاوي په مشري پکتیا ته تللی

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکټر حمدالله محب، د یو لوړپوړي حکومتي پلاوي په مشري پکتیا ته لاړ.
له ملي امنیت شورا څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې ډاکټر محب به په دې سفر کې د پکتیا، پکتیکا، خوست، میدان وردګ، لوګر، غزني او بامیان ولایتونو له والیانو، امنیه قوماندانانو، ملي امنیت رییسانو، د ۲۰۳ تندر قول اردو له قومندان او د دغو ولایتونو د لواګانو له قوماندانو سره وګوري.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه راز به د ملي امنیت شورا سلاکار او ورسره پلاوی د جنوب زون د امنیتي وضعیت د ارزونې تر څنګ د افغان امنیتي او دفاعي سرتېریو د ځای پر ځای کېدو د پروګرام د تطبیق نظارت او ارزونه او د سرتېریو د لاس ته راوړنو او مېړانې قدرداني وکړي.
دا په تیرو دوه اونیو کې د حمدالله محب څلورم سفر دی، چې ولایتونو ته یې کوي. نوموړی له دې وړاندې ننګرهار، بلخ او هلمند ولایتونو ته هم تللی و.