پوسټ کوډ 218293
نیټه خپرول: سه شنبه 30 مرغومی 139910:51
- 0 څرګندونه
- چاپ
لغمان کې د ګلپیو حاصلات له ۲۲ زره ټنو ډېر شوي

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، په لغمان ولایت کې د ګلپیو حاصلاتو سږنی حاصلات له ۲۲ زره ټنو زیات شوي دي.
دغه وزارت په خپلې فېسبوکپاڼې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې سږ کال د دې ولایت په یو زر او ۲۵ هکټاره ځمکه ګلپي کرل شوي و، چې حاصلات یې ۲۲ زره او ۵۵۰ مټریک ټنه ته رسېدلي دي.
د خبرپاڼه په له مخې، د لغمان ولایت د کرنې رییس محمد جمیل خوشحال ویلي، چې په اوسط ډوله په هر جریب ځمکه د ګلپیو درې زره او ۵۰۰ بوټي کرل کیږي.
د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د ګلپي هر ګل له ۲۰ تر ۵۰ افغانیو په بیې پلورل کیږي.