پوسټ کوډ 218260
نیټه خپرول: دوشنبه 29 مرغومی 139915:26

سرچينه: بغلان کې د ملي اردو اته سرتېري وژل شوي

د بغلان په مرکز پلخمري کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه کې اته سرتېري وژل شوي او دوه پولیس ټپیان شوي دي .

یوې امنیتي سرچینې د مرغومي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناوخته د پلخمري اړوند د ډنډغوري سيمې په ملایانو کلي کې د وسله والو طالبانو او د ملي اردو ځواکونو ترمنځ جګړه شوې ده.

سرچینه وایي چې په دغه جګړه کې د ملي اردو اته سرتېري وژل شوي دي.

يادې سرچينې دا هم وويل چې د پلخمري ښار په بالادورې سيمه کې بيا د پوليسو او طالبانو ترمنځ نښته شوې چې په ترڅ کې يې دوه پوليس ټپيان شوي دي.

همدارنګه ځایي اوسېدونکي هم تېره شپه په ملايانو کلي کې د سختې جګړې پخلی کوي.

د سيمې اوسېدونکي ګل خان پژواک ته وويل چې تېره شپه د ملي اردو پر پوستې طالبانو  بريد کړى دى.

هغه وايي: ((سهار له پوستې لوګي پورته کېدل او خلک وايي چې په دغه پوسته کې ټول عسکر وژل شوي دي.))

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې ډنډغوري د بغلان ولايت تر ټولو نا امنه سيمه ده چې ډېرى وخت له همدې سيمې پر حکومتي ځواکونو بريدونه کيږي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement