پوسټ کوډ 218248
نیټه خپرول: دوشنبه 29 مرغومی 139914:03

سکاټ موريسن: طالبان بايد د اوربند په اړه د افغانانو برحقه غوښتنه ومني

د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن په افغانستان کې د وسله‌والو طالبانو له لوري هدفي وژنې او د تاوتريخوالي دوام غندي او ټينګار کوي چې دغه ډله بايد د اوربند په تړاو د افغانانو برحقه غوښتنه ومني.

نوموړي دا څرګندونې نن دوشنبه له ولسمشر غني سره د ټليفوني خبرو پرمهال کړې. د ارګ له لوري په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن په حواله ويل شوي، چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې له داسې يوې پروسې ملاتړ کوي چې د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ ترسره شي او په کې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې او ارزښتونه د خونديتوب ترڅنګ لا پیاوړي او دوامداره وساتل شي.

د خبرپاڼې له مخې ولسمشر غني او سکاټ موريسن په ګډه په افغانستان کې د وسله‌والو طالبانو له لوري روان تاوتريخوالی رد کړ.

ولسمشر غني دغه راز له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د اسټرالیا د سخاوتمندانه مرستو او د سولې له پروسې څخه د دغه هېواد ملاتړ مهم ياد کړ او اسټراليا يې په نړيواله کچه د افغانستان متحده هېواد وباله.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement