پوسټ کوډ ۲۱۸۲۳۱
نیټه خپرول: دوشنبه ۲۹ مرغومی ۱۳۹۹ ۱۱:۱۲

دفاع وزارت: دریو ولایتونو کې ۴۷ طالبان وژل شوي

ملي دفاع وزارت وايي، د تېرو ۲۴ ساعتونو په موده کې د افغان هوايي، ځمکنیو ځواکونو په عملیاتو او مخامخ ښتو کې په کندهار، هرات او بدخشان ولایتونو کې د مهمو قوماندانانو په ګډون ۴۷ طالبان وژل شوي او ۱۹ تنه نور یې ټپیان شوي دي.

له یاد وزرات څخه په دریو جلا جلا خپرو شویو خبرپاڼو کې ویل شوي، چې وسلوال طالبان د کندهار  "ژیړۍ" او " ارغنداب" ولسوالیو کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو دبرید په موخه راټول شوي وو؛ خو د افغان ځواکونو برید کې یې ۲۵ تنه ووژل شول او ۸ نور یې ټپیان شول.


همدا راز بله خبرپاڼه وايي، د هرات په کشک کهنه او اوبه ولسوالیو کې هم د هوايي برید په ترڅ کې ۱۱ تنه طالب وسلوال وژل شوي او اته تنه نور یې ټپیان شوي دي. د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، وژل شویو کسانو کې د طالبانو مهم قوماندانان ملا حسن تیموري، ملا حیات الله روحاني او زرغابي هم شامل دي.


بله خبرپاڼه وايي، د بدخشان د راغستان ولسوالي په رندیخوان نومي سیمه کې طالبان پر افغان ځواکونو د برید د پلان په موخه راغونډ شوي وو، چې د معلوماتو پر اساس د هوايي ځواک تر برید لاندې راغله او د دې ډلې د یو سرګروپ قاري مصعب په ګډون یې ۱۱ تنه وژل شوي او درې نور هم ټپیان شوي دي.


د ملي دفاع وزارت خبرپاڼو کې دغه راز ویل شوي، چې د یادو عملیاتو په ترڅ کې د وسلوالو طالبانو ګڼ شمېر نقلیه وسایط، جنګي مهمات او په سړک غاړو خښ شوي ماینونه هم خنثی او له مځه وړل شوي دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement