پوسټ کوډ ۲۱۸۱۸۲
نیټه خپرول: يکشنبه ۲۸ مرغومی ۱۳۹۹ ۱۴:۰۹

هرات کې د انسان تښتوونکو یوه ډله ونیول شوه

هرات کې امنیتي چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د دغه ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د انسان تښتوونکو یوه پنځه کسیزه ډله ونیوله.

خبرگزاری صدای افغان_ په خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي، د انسان تښتوونکو یوه پنځه کسیزه ډله چې له څو کلونو راهیسې یې د دغه ولایت په سویل کې فعالیت کولو د ګذره ولسوالۍ د پولیسو له لورې ونیول شول.

د هرات د والي مرستیال وایي، دغه کسانو تر نیول کېدو وروسته په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی او ټولې کړنې یې منلې دي.

دا په داسې حال کې دی چې په دې وروستیو کې په هېواد کې ترڅنګ انسان تښتوونکي هم زیات شوي دي.

کابو اتیا ورځې وړاندې د انسان تښتوونکو یوې ډلې په بلخ ولایت کې یو کم عمره ماشوم تښتوولی چې لا هم ورسره دی تېره ورځ ولسمشر د بلخ ولایت دولتي مسوولینو ته خبرداری ورکړ چې که یې دا ماشوم ژر تر ژره ازاد نه کړ ټول به له دندې ګوښه کړي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement