پوسټ کوډ 218163
نیټه خپرول: يکشنبه 28 مرغومی 139911:03

بې اپوزيسیونه جمهوريت؛ په افغانستان کـې سیاسي ګوندونه څه کوي؟

افغانستان د لسګونو سياسي ګوندونو په ثبتولو سره، د سيمې په هېوادونو کې، د نوملړ په سر کې دی؛ خو هېڅ وخت د داسې يوه سياسي اپوزيسيون شاهدانه نه وو چې وکولی شي ددې مفهوم رښتینې معنی تمثيل کړي.

د عدليې وزارت د شمېرو پر اساس اوسمهال په هېواد کې (۷۲) سياسي ګوندونه د فعاليت جواز لري. سياسي ګوند د ولسواک سیاسي نظام يوه اساسي برخه ګڼل کېږي چې د ګوندونو په نه شتون او نه فعالیت کې دموکراتیک حکومتونه نشي رامنځته کېدای.
د سیاست علم د پوهانو په باور ولسواک حکومت او سیاسي ګوندونه د يوې سکې دوه مخونه دي. که څه هم د افغانستان اساسي قانون سياسي ګوند د يوه بنسټ په توګه په رسميت پېژندلی او دولت يې مکلف ګڼلی هغو دندو او فعاليتونو ته زمينه برابره کړي چې د ګوندونو د ودې لامل کېږي. خو له ۲۰۰۱ کال وروسته د ۱۹ کلنې حکومتولۍ تجربې ښيي چې، حکومتونه تل د سياسي ګوندونو د کمزوري کولو په لټه کې وو. له بل پلوه که د يوه سیاسي ګوند جوړوونکې برخې وارزول شي، نو ددې شاهدان به واوسو چې په افغانستان کې ډېری سیاسي ګوندونه واقعي معيارونه او ارزښتونه نه لري.
په سياسي ټولنو کې ګوندونه د سياسي ودې له اړتیاوو شمېرل کېږي او پر تصميم نيوونکو بهيرونو، د خلکو او سياسي واکمنیو ترمنځ د اړيکو ټينګولو ترټولو اغېزمن بنسټونه دي. د سياست او نړیوالو اړيکو پوهان، احزاب د دموکراسۍ بهیر چلوونکي ګڼي چې په نه شتون کې يې د ولسواکۍ نظام خپل خوځښت او تحرک له لاسه ورکوي.
که چېرې په افغانستان کې د سياسي ګوندونو ناروغ جوړښت ښه شي، د سياسي ودې، د ولسواکۍ د واکمنۍ تشکيل او سياسي مشارکت له لارې به ډېر خنډونه او ستونزې لرې شي او عدالت به پلي شي.
لکه څنګه چې په ټولنيزو علومو کې ډېرو مفاهيمو ته، واحد او ټاکلی او د ټولو لپاره د منلو وړ تعريف نشته، نو د سياسي ګوند په اړه هم پوهان هر يو له ځانه تعريف او ځانګړې اخيستون لري. «ګټل» يو له هغو پوهانو دی چې د سياسي ګوندونو په اړه څرګند ليدلوری لري.
د «ګټل» باور دی چې سياسي ګوند، د وګړو پرمختللې ډله ده چې د يوه سیاسي فکر د عملي کولو لپاره فعالیت کوي او په ګوندي فعاليتونو سره په دې لټه کې وي چې پر حکومت واکمن شي.
«مک ايوار» په دې باور دی چې سياسي ګوندونه منظمې، پرمختللې او د ځانګړې ايډيولوژۍ لرونکې ډلې دي چې د قدرت ترلاسه کولو لپاره مبارزه د هغوی اساسي موخه ده.
يو سياسي ګوند د هغې ايډيولوژۍ له مخې چې لري يې، د ټولنې، سياست، اقتصاد او کلتور په برخو کې د ارزښتونو، اصولو، موخو او ځانګړو پروګرامونو لرونکی دی. ګوندونه د خپلو پروګرامونو په چوکاټ کې د هېواد د مشرۍ کړنلاره خلکو ته وړاندې کوي چې د ټولنې په بېلابېلو پرګنو کې محبوبيت ترلاسه او د ټاکنو په څېر ملي بهیرونو کې د خپلو سيالانو پر وړاندې بريا ته ورسېږي.
په دوو وروستيو لسیزو کې، که څه هم په افغانستان کې د سياسي ګوندونو د غښتلتيا لپاره ښه فرصت رامنځته شو، خو د حکومتونو د رښتينولۍ نه شتون په شان ګڼو لاملونو په سبب؛ نه يوازې دا چې سياسي ګوندونه غښتلي نه شول، بلکې په مقابل کې يې ګوندونه د خپلو مخکينيو فعاليتونو په درلودلو سره په داسې لوري برابر شول چې مهمو غړو يې دولتي ماموريتونو ته د سازماني فعاليتونو په پرتله لومړيتوب ورکړ او آن ځينو يې له مخينې لرونکو ګوندونو سره د اړيکو په پرېکولو، له نويو جوړو شويو ګوندونو سره يوځای شول.
که څه هم د ګوندونو شمېر د سیاسي ودې لپاره ګټور ثابتېدای شي او د نويو ګوندونو له جوړېدو بايد اندېښمن نه شوو؛ خو په افغانستان کې دا اخیستون توپير لري. هغه ګوندونه چې په وروستيو ۱۹ کلونو کې له عدليې وزارت سره ثبت شوي، کمشمېر يې د هغې ايډيولوژۍ، اصولو او آن د ولايتي دفترونو خاوندان دي چې د يوه ګوند اساسي بنسټ جوړوي. په افغانستان کې ګوندونه ډېری فرد محوره عمل کوي او دا وضعيت لامل شو چې په تصميم نيولو، لوري او سياست جوړولو کې انساني ظرفيتونه څنډې ته پرېښودل شي.
فرد محوري ترټولو دردوونکې چاره ده چې له سازمان څخه خوځښت اخیستلی شي او د هغو بنسټونو بدن ته جدي زيانونه رسوي چې ژوند او دوام يې په انساني فعاليتونو پورې تړلی دی. د سیاسي علومو په اساس ګوندونه کولی شي د اپوزيسيون د جوړولو اقدام وکړي او د نظام د اصلاح په موخه د حکومت پر سياستونو نيوکې وکړي. سياست پوهانو دوه ډوله اپوزيسيونونه معرفي کړي دي: سياسي او وسله وال اپوزيسيون.
اپوزيسيون پخپله هغه سازمان دی چې د سياسي علومو په تيوريو کې یې د حکومت د سيوري په نامه ياد کړی دی. هغه بنسټ چې موخه لرونکی جوړښت او تګلاره لري، د حکومت د سیاستونو پروړاندې درېږي او د خلکو لپاره بديل پروګرامونه وړاندې کوي.
سياسي اپوزيسیون قانوني فعاليتونه لري او د يوه هېواد د نافذه قوانینو، په ځانګړې توګه د اساسي قانون په رڼا کې عمل کوي. خو د قانوني اپوزيسیون پروړاندې، ناقانونه اپوزيسيون هم شته چې د وسله وال اپوزيسیون په توګه یې یادولی شو.
افغانستان هغه څه چې په تېره نيمه پېړۍ کې یې لرل، وسله وال اپوزيسيونونه ؤ، چې ډېری وخت ددې سبب شوي حکومتونه له منځه ولاړ شي. هغه څه چې د سياسي اپوزيسيون او وسله وال اپوزيسیون ترمنځ توپير رامنځته کوي، دادي چې، سياسي اپوزيسيون تل د سياسي نظام د اصلاح په لټه کې وي او د حکومتولۍ د جوړښت او سيستم د له منځه وړلو نيت نه لري؛ خو وسله وال اپوزيسيون د سياسي واکمنیو او د رامنځته شويو جوړښتونو سره بنسټيزه ستونزه لري. بل بدلون چې ددغو دوو قوتونو ترمنځ توپیر راولي، د هغوی د موخو په پلي کولو کې د قدرت له بېلابېلو بڼو د هغوی ګټه اخيستل دي. هغه نرم قدرت چې ډېری يې په مدني، فرهنګي او سياسي تګلارې سره عملي کوي، د سياسي اپوزيسیون اوزار يا وسيله ده، خو سخت قدرت چې د تاوتریخوالي له لارې مخ ته ځي، هغه کړنلاره ده چې وسله وال اپوزيسیونونه له هغوی د سياسي قدرت د ترلاسه کولو او بريا ته د رسېدو لپاره کار اخلي.
افغانستان خپل ډېر سیاسي ژوند په جګړې او وسله وال تاوتريخوالي کې تېر کړی دی او ډېری وخت د وسله والو اپوزيسيونونو شاهد پاتی شوی. په افغانستان کې د طالبانو له پرځېدو او د نوي سیاسي نظام په منځته راتلو سره، تمه وه چې د نوې واکمنۍ په سيوري کې چې د نړۍ پراخ ملاتړ له ځان سره لري، نوي دموکراتيک ارزښتونه رامنځته او غښتلي شي؛ خو په عمل کې داسې ونه شول.
له ۲۰۰۱ راوروسته تر دې دمه په افغانستان کې ډېرو جوړښتونو، بهيرونو او د سياسي ګوندونو او بنسټونو په ګډون سره ائتلافونو د اپوزيسیون په توګه د فعالیت اعلان کړی؛ خو د څه مودې په تېرېدو پاشل شوي دي. په افغانستان کې د سياسي ائتلافونو ماتېدل پر هغو نويو بهيرونو د خلکو باور سخت زيانمن کړی چې تازه رامنځته کېږي.
د عبدالله عبدالله په مشرۍ ملي ائتلاف، د برهان الدين ربانی په مشرۍ د افغانستان ملي جبهه، د هېواد د ځينو روحانيونو په مشرۍ د وحدت ملي شورا، د امرالله صالح په مشرۍ زرغون بهیر، د محمد حنيف اتمر په ګډون د حق او عدالت ګوند، د رحمت الله نبيل په مشرۍ د افغانستان د ملي محور، د اسلامي جمعیت په ګډې مشرۍ د افغانستان د ژغورلو لپاره د ائتلاف شورا او د عبدرب الرسول سياف په مشرۍ د اسلامي ملي غورځنګ او د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت او افغانستان د حراست او ثبات شورا هغه ترټولو مهم بنسټونه دي چې په نږدې دوه لسيزو کې د سیاسي اپوزيسيونونو په توګه رامنځته شوي، خو پرته له کومې لاسته راوړنې يې د ارګ په لمن کې سقوط کړی او يو شمېر نور يې پاشل شوي دي.
د ملي یووالي حکومت پرمهال، ارګ د اپوزيسیون مشري د یو امتياز په توګه، ډاکتر عبدالله عبدالله ته وسپارله چې دا کار له منطقه په بشپړ ډول لیرې ؤ؛ ځکه سياسي اپوزيسیون یو دولتي امتیاز نه دی چې ولسمشر دې چاته ته وبښي. په همدې ترتيب د ملي یووالي حکومت د ټولو ستونزو ترڅنګ، د مخکينيو دورو په څېر له سیاسي اپوزيسیون پرته پای ته ورسېد.
د ۱۳۹۸ کال په ولسمشريزو ټاکنو کې د روانې مقابلې له پای ته رسېدو وروسته، هيله مندي وه چې افغانستان به د لومړي ځل لپاره د رښتیني سياسي اپوزيسيون خاوند شي؛ خو د وخت په تېرېدو سره دا فرضيه باطله شوه. که څه هم د نوي حکومت د رامنځته کېدو لپاره د ارګ او سپېدار د هوکړې په لومړیو کې، د افغانستان اسلامي جمعيت ګوند اعلان وکړ چې د اوسني سياسي نظام د اصلاح لپاره به د اپوزيسيون مشري په غاړه واخلي؛ خو دغه ګوند تر دې دمه يوازې په څو خبرتياوو او ويناوو کې د حکومت له لوري د قدرت د انحصار په تړاو نيوکه کړې او په عمل کې يې هېڅ داسې کړنه نه ده کړې چې د اپوزيسيون رښتینی دريځ وښيي. که څه هم چې اسلامي جمعيت وکړای شول د حکومت مخالفو سياسي ګوندونو او بهيرونو په راټولولو او د يوه غښتلي اپوزيسیون د جوړولو لپاره ګام پورته کړي؛ خو په ناڅرګندو لاملونو دا کار لا تراوسه نه دی شوی.
د حکومت د سیاستونو ننګولو، د نظام اصلاح او د رښتيني سیاسي مشارکت د ټينګښت لپاره يوازې د موجودیت اعلان بسنه نه کوي؛ بلکې هغه سياسي بنسټونه چې د اپوزيسیون مشري په غاړي لري، بايد د سياست، اقتصاد، امنيت، ټولنې او کلتور په برخو کې د اوسني حکومت په پرتله غوره پروګرامونه ولري او خپل بهرنی سياست معرفي کړي.
پر اسلامي جمعيت سربېره، د ګلبدين حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي چې په کابو وروستۍ نيمه پېړۍ کې تل د حکومتونو پروړاندې د وسله وال اپوزيسيون په چوکاټ کې پاتې شوی، ددې په لټه کې دی چې د حکومت له ادرسه د سياسي اپوزيسيون په توګه په رسميت وپېژندل شي. هغه تمه چې هېڅکله به عملي نه شي او منطقي هم نه ده چې حکومت دې د خپلو مخالفو سياسي ګوندونو له ډلې، يو د اپوزيسیون په توګه په رسميت وپېژني.
د حکومت له لوري د اپوزيسیون ګومارل، د سياسي اپوزيسيون بنسټ د ذات او ماهيت خلاف کار دی. اساساً هغه بنسټ چې له حکومت سره د هوکړې له لارې د اپوزيسيون په توګه د موجودیت اعلان کوي، يو غير دموکراتیک بنسټ دی او هېڅکله به د حکومت پر سياستونو نيوکه ونه کړي.
په سياسي علومو کې سياسي اپوزيسيونونه د خلکو او سياسي قوتونو په منځ کې خپل ځای او نفوذ ته په کتو، رامنځته کېږي او د حکومت اجازې ته اړتيا نه لري. هر هغه بهير چې د انساني ځواک د انسجام وړتيا لري او په خلکو کې محبوبيت ولري، د پروګرام، ځانګړي او مډرنه سياست لرونکي وي، کولی شي د حکومت اپوزيسيون شي.
د رحمت الله نبيل په مشرۍ د افغانستان د خلکو محور ګوند چې د ملي یووالي حکومت پرمهال يې د سياسي اپوزيسيون په توګه موجودیت اعلان کړی ؤ، اوسمهال موخه لرونکی فعاليت نلري او يوازې يې د حکومت د سياستونو پروړاندې د فيسبوکي راپورونو په خپرولو بسنه کړې ده.
د لطيف پدرام په مشرۍ ملي کنګرې د سياسي اپوزيسیون په توګه له اعلان وروسته کمزوری عمل کړی او داسې انګېرل کېږي چې د سياسي قوتونو د انسجام او د حکومت د سياستونو پروړاندې د خلکو د منسجمولو وړتيا نه لري.
د عبدرب الرسول سياف په مشرۍ د افغانستان د حراست او ثبات شورا، نور اپوزيسيون نشو ګڼلی؛ ددې شورا کړنې تر ډېره د حکومت د سياستونو په توجیه کولو راڅرخي او د سياسي اپوزيسیون هېڅ پروګرام یې نه ترسترګو کېږي. د حراست او ثبات شورا که څه هم څرګنده نه کړه، خو د ۱۳۹۸ کال په ولسمشريزو ټاکنو کې د محمد اشرف غني له اصلي متحدينو څخه شمېرل کېده او ددې شورا مشر د منځګړي په توګه هڅه وکړه چې د محمد اشرف غني قدرت دوام ومومي.
که افغانستان له ۲۰۰۱ کال راوروسته د حکومتونو ترڅنګ د پروګرامونو لرونکو اپوزيسيونو شاهد وای، نو د سولې، امنيت، بيارغونې، سياسي، اقتصادي او کلتوري ودې، د مدني ارزښتونو او د ټولنيز عدالت د ټيکاو لپاره به رامنځته شوي فرصتونه په اوبو نه لاهو کېدل، له بده مرغه چې دغه فرصتونه مو له لاسه ورکړل او اوس داسې انګېرل کېږي چې بياځلې د پيل ټکي ته ورګرځو.
هغه پيل چې له لومړيو مشخص دی، نور به د نړۍ بې مخينې مالي، سياسي او پوځي ملاتړ ونه لرو او داسې ښکاري چې د اويايمې لسيزې سناريو تکرارېدونکې ده. څومره چې له ۲۰۰۱ وروسته حکومتونه پړه دي، هغومره سياسي ګوندونه او قوتونه هم ملامت دي چې په رښتينې توګه يې د ولسواکۍ لپاره کار نه دی کړی، د فرد محورۍ په تګلارې يې عمل کړی او له خپلو کورنيو پرته يې نورو انساني ځواکونو ته د ودې موکه نه ده ورکړې.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement