پوسټ کوډ 218162
نیټه خپرول: يکشنبه 28 مرغومی 139910:58

د مالیې وزارت د بشري سرچينو رئيس پولیسو نیولی

د افغانستان لویه څارنوالي کې یوې سرچېنې سیحون ته ویلي، چې د مالیې وزارت د بشري سرچینو رئیس غلام ملاخېل د پولیسو له لوري نیول شوی دی.

د سرچېنې د معلوماتو له مخې نوموړی د ولسمشرۍ ماڼۍ د احکامو په پلي کولو کې د ناغېړۍ او دغه راز له دندې څخه د ناوړه ګټې اخيستنې په تور د پولیسو له لوري نیول شوی دی. سرچینه زیاتوي، چې میاخېل اوس په توقیف کې دی او د نیول کېدو په اړه به یې جزیات وروسته په ډاګه شي. د کابل امنیه قومانداني هم د نوموړي نېول کېدل تائیدوي. د امنیه قومانداني ویاند فردوس فرامرز وايي، چې غلام ملاخېل د لویې څارنوالي او امینه قوماندانۍ له لوري نیول شوی دی.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement