پوسټ کوډ 218151
نیټه خپرول: يکشنبه 28 مرغومی 139910:27

د اوسني نظام پر وړاندې د طالبانو جګړه باطله ده

د افغانستان ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، د نړۍ په کچه ديني عالمانو په افغانستان کې د وسله‌ والو طالبانو له لوري روانه جګړه حرامه او ناروا بللې او له همدې کبله د نظام او افغان ځواکونو پر وړاندې د طالب جګړه باطله ده.

نوموړي چې په بلخ کې يې د شاهين قول اردو مسؤولینو او سرتېرو ته خبرې کولې زياته کړه، چې د افغانستان د دوښمنانو پر وړاندې د امنيتي او دفاعي ځواکونو جګړه له دې کبله برحقه ده، چې د خلکو د ځان او مال خونديتوب په موخه، د يوې پاکې ارادې په اساس جنګېږي.
محب ټينګار کړی، چې د افغان ځواکونو دې ارادې او برحقې مبارزې ته په پام سره د نظام خونديتوب او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتنې په عمده برخو کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو اتلولي د پام وړ او نه هېرېدونکې دي.
حمدالله محب پرون شنبه د يوه دولتي پلاوي په مشرۍ بلخ ته لاړ ترڅو د شمال زون امنيتي وضعيت له نږدې و ارزوي او په اړه يې مسؤولو چارواکو ته لازمې سپارښتنې وکړي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement