پوسټ کوډ 218014
نیټه خپرول: پنج شنبه 25 مرغومی 139913:27
- 0 څرګندونه
- چاپ
ترکمنستان او افغانستان د اورګاډي پټلۍ، انټرنېټ او برېښنا پروژې پرانیستلې

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اورګاډي پټلۍ، برېښنا او نوري فایبر (انټرنېټ) درې پروژې پرانیستل شوې.
ددغو پروژو پرانیست غونډې په دواړو هېوادونو کې د وېدیو کنفرانس له لارې وشوې، چې پیل کې یې د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بُردي محمددوف او وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویناوې وکړې.
ښاغلي محمدوف وویل، د سیمه ییزې همکارۍ پام کې نیولو سره، "دا پروژې د افغانستان د ملاتړ او صنعت مهمه برخه ده، چې افغانستان به په خپلو پښو ودرېږي او ترکمنستان به له افغانستان سره خپلو اړیکو او همکارۍ ته دوام ورکړي".
نوموړي وویل، د هند، پاکستان، ترکمنستان او افغانستان د ګازو نللیکه، نوري فایبر، لاجورد لار، اورګاډي پټلۍ او د برېښنا پروژو پرانیستل د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ښه ګاونډیتوب او همکارۍ ښکارندویي کوي.