پوسټ کوډ 218012
نیټه خپرول: پنج شنبه 25 مرغومی 139913:14
- 0 څرګندونه
- چاپ
تخار کې خاوند خپله ميرمن وژلې

د تخار ځايي چارواکي وايي، چې نن سهار مهال د قربان احمد په نوم يو کس خپله ميرمن په تالقان ښار کې په ډزو وژلې ده.
د تخار امنيه قومنداني هم پېښه تائيدوي او وايي، چې وژل شوې ميرمن روبينه نومېږي. د تخار د امنيه قومنداني وياند عبدالخليل اسير له سيحون خبري اژآنس سره په خبرو کې په دې اړه زياته کړه:
«روبينې له څو ورځو راهيسې د تخار په محکمه کې د طلاق قضيه لرله او خاوند يې له لفظي شخړې وروسته د تالقانو په ښار کې په ټوپانچه ويشتې ده.»
نوموړی زياتوي چې د روبينې خاوند د پوليسو له لوري تر تعقيب لاندې دی او ژر به له نيولو سره د قانون منګولو ته وسپارل شي.
#د_تخار_امنيه_قومنداني