پوسټ کوډ 218007
نیټه خپرول: پنج شنبه 25 مرغومی 139912:37

د بلخ ولايت د بشري حقونو کمېسيون د رييس زوى ووژل شو

د بلخ ولايت د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د رييس زوى د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوى دى.د بلخ ولايت د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د رييس زوى د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوى دى.

د بلخ د پوليسو وياند عادل شاه عادل د مرغومي په ٢٥مه، پژواک اژانس ته وويل چې دوه ورځې مخکې د دغه ولايت د بشري حقونو د کمېسيون د رييس محمد سامع زوى احمد راشد لس نيمې بجې له کوره وځي .

هغه زياته کړه، چې د غرمې په دوولس نيمو بجو يې ټيلېفون غلى او دى نادرکه کېږي، چې له بده مرغه تېره شپه په لسو بجو يې جسد د مزار شريف ښار  په  نهمې ناحيې کې موندل شوى دى.

عادل وايي، ناپېژاندو کسانو نوموړى پر ډزو نه، بلکې د غاړې  په خفک کولو سره يې وژلى دى.

د نوموړي په وينا، پوليسو په دې اړه څېړنې پيل کړې دي.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې د کابل په ګډون په يو شمېر ولايتونو کې هدفي وژنې زياتې شوې دي.

#د_بلخ_د_پوليسو_وياند

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement