پوسټ کوډ 218003
نیټه خپرول: پنج شنبه 25 مرغومی 139911:25

په کندهار کې يو ټکسي چلوونکی د چسپکي ماين په چاودنه کې ومړ

چاودنه نن سهار لس نيمې بجې د کندهار ښار دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې رامنځته شوه.

د کندهار امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ۸صبح ته وویل، چې ماین پر یوه ټکسي موټر باندې نښلول شوی ؤ چې نن سهار د کندهار ښار د دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند د چوڼۍ په سیمه کې یې چاودنه وکړه.

نوموړی وايي چې په چاودنه کې ټکسي چلوونکي خپل ژوند لاسه ورکړ او او نورو کسانو ته زیان نه دی اوښتی.

لا تر دې دمه د پېښې په اړه نور جزئيات نه دي شریک شوي او د پېښې مسووليت هم تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement