پوسټ کوډ 217909
نیټه خپرول: سه شنبه 23 مرغومی 139915:28
- 0 څرګندونه
- چاپ
ارزګان کې ۳۲ طالب وسله وال وژل شوي

ملي دفاع وزارت وايي، امنيتي او دفاعي ځواکونو د ارزګان د مرکز ترينکوټ او د ګيزاب ولسوالي په اړوندو سيمو کې د وسله والو طالبانو پر پټنځايونو عمليات کړي دي.
دې وزارت په يوه خپره کړې خبر پاڼه کې ويلي، د يادو عملياتو په نتيجه کې ۳۲ طالب جنګيالي وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې په دې عملياتو کې وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې پر اوښتو سربېره د دې ډلې زياته اندازه وسلې او مهمات هم له منځته وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو بيا په دې اړه تر اوسه رسنيو ته څه نه دي ويلي.