پوسټ کوډ 217724
نیټه خپرول: شنبه 20 مرغومی 139915:23

لغمان کې د مالټې او لیمو ۳۷ جریبه بڼونه جوړ شوي

دکرنې وزارت وایي، د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا سکټوري پروژه، د لغمان ولایت د مهترلام په ښار کې د آسیایی پراختیا بانک، ADB په مرسته، د مالټې او لیمو ۳۷ جریبه بڼونه جوړ کړي دي.

کرنې وزارت وایي، په لغمان کې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا سکټوري پروژې «HVCDSP» مسوول غزیز الرحمان جبارخېل وایي، چې د ۱۳۹۹یم کال په ترڅ کې د لغمان په ولایت کې د سټروسو ۳۷ جریبه بڼونه یې جوړې کړي دي. ښاغلی جبارخېل وویل: «دغه بڼونه چې ۱۵ جریبه یې د لیمو او ۲۲ جریبه نور یې د مالټې بڼونه دي په سوداګریزه بڼه د مهترلام بڼوالو ته جوړې شوي دي. په ۲۰۲۱ام کال کې مو پلان دادی، چې د لغمان ولایت په مهترلام ښار او قرغیو ولسوالۍ کې په ټولیزه توګه د سټروسو ۴۹ جریبه بڼونه او د خرماوو ۲۵ جریبه بڼونه جوړ کړو.

دغه وزارت وایی، په دغو بڼونو کې ۱۶ کسان کار کوي او په ورځنۍ ډول پنځه تر لسو کسانو په کې مزدوري کوي. دا په داسې حال کې ده، چې د لغمان د کرنې ریاست په دې وروستیو کالو کې د ۴.۵ زره جریبه بڼونو له جوړېدو خبر ورکوي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement